کور / راپور / د بلخ ادبي خوځښت د اختريزي ميلې راپور

د بلخ ادبي خوځښت د اختريزي ميلې راپور

بلخ ادبي خوځښت د لوی اختر په وياړ دودیزه مېله جوړه کړه، چې ددغه ولايت د فرهنګيانو په ګډون په سلګونه خلکو پکې ګډون کړی وو.

ياده ميله د لوی اختر په درېيمه د بلخ ولسوالۍ لر غونې کلا ته څېرمه په يوه دښته وشوه، چې د افغانانو ملي دود، اتڼ، کرکټ لوبه او مشاعره پکې ترسره شوه.

بلخ ادبي خوځښت دوه کاله وړاندې وپتېله چې د افغاني دودونو د ساتلو او بيا راژوندي کېدو په موخه باید هر کال په لوی اختر کې ورته ميلې او غونډې جوړې کړي، چې دا د هماغې سلسلې دويمه غونډه وه.

ياده مېله سهار ۹ بجې په ملي اتڼ پیل شوه، چې مازيګر مهال د کرکټ لوبې په کولو سره پای ته ورسېده.

د بلخ ادبي خوځښت غړی او د يادې مېلې يو تنظيمونکی وايي، چې له دا ډول کړنو څخه يې موخه داده چې افغاني دودونه وساتل شي.

هغه زياته کړه(( که څه هم دا مهال ځيني غربي او بهرني دودونه د خلکو تر منځ عام شوي او د تېرو اخترونو جوش او خروش يې يو څه کمرنګه کړی، خو بلخ ادبي خوځښت هڅه کوي چې په ياد ولايت کې افغاني دودونه ژوندي او وپالي)).

د مېلې يوه ګډونوال جمعه ګل ر سول زوي چې له وزیر ا باد کلي څخه راغلی وو، وويل په لومړي ځل مې په داسې یوه محفل کې ګډون وکړ چې د اختر په خوند او نمانځلو يې پوه کړم.

هغه زياته کړه چې تېر کال مې ځينو ملګرو راته ويلي وو چې د بلخ ادبي خوځښت لخوا دودیزه میله جوړه شوې وه او ډېر صفتونه يې راته کول او له هماغه وخته مې دا ارمان وو چې په ياده ميله کې بايد ګډون وکړ، چې خوشخبتانه دادی سږ کال په دې بریالی شوم ا و ښه مې ساعت پکې تېر شو.

د يادې ميلې يو بل تنظیمونکی توریالی جلالزی وايي چې دوی له اختر وړاندې هغو ملګرو ته چې قرباني يې کوله دنده سپارلې وه چې د مېلې د ورځې لپاره غوښه راټوله کړي، چې همداسې وشول او په ياده ورځ د خوراک ښه غرمنۍ هم برابره شوې وه.

توريالي په هيواد کې له نورو فرهنګي کړيو هم وغوښتل چې د افغاني دودونو د راژوندي کېدو په خاطر دې ورته غونډې او مېلې وکړي.

هغه زیاته کړه چې دا ډول غونډې د فرهنګيانو او خلکو تر منځ د مينې د زیاتېدو سبب ګرځي او پرته له کوم لګښت څخه په يوه دښته کې د يوه ملت د کلتوري شتمنيو د ساتلو په موخه ځوانان راټولېږي.

بلخ ادبي خوځښت په بلخ ولايت کې د افغاني ادب د ودې په موخه کار کوي، چې تر دې مهاله خپلې موخې ته د رسېدو په لار کې ښه ګامونه اخلي.