اسلام اباد:پاکستان وائي دډيورنډ کرښه دپاکستان او افغانستان ترمينځ منل شوې کرښه ده او دغه کتاب له منل کيدووروستو اوس په بشپړډول بند دى.دپنجشنبې په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې مطبوعاتو ته داوو نيز کانفرانس پر مهال دپاکستان دبهرنو چارو ددفتر وياند وويل دډيورنډ کرښه په نړيوال کچ دپاکستان او افغانستان ترمينځ پوله منل شوې او دغه باب نور ټپ شوى دى.هغه وويل افغانستان سره پاکستان دښو گاونډيانو په څير دورورولۍ اړيکې غواړي.