کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډيورنډ کرښي په اړه دملي یووالي ګوند اعلامیه

د ډيورنډ کرښي په اړه دملي یووالي ګوند اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې ځانګړي استازي او وروسته د هغه په تایید په افغانستان کې دامریکې سفیر په ډاګه کړه ،چې د امریکې متحده ایالتونه د برطانیې استعماري دولت له خوا دافغان واحدملت د ویشلو کرښه ( ډیورنډ) دافغانستان اوپاکستان تر منځ د نړیوال برید په څیر په رسمیت پیژني . چې دا د امریکې د رسمي مقاماتوله خوا دافغانستان دخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې د امریکایانو له دښمنۍ ډک دریځ څرګندوي . د افغان واحد ملت د ویش دې استعماري کرښې په هکله دامریکې دحکومت وروستۍ څرګندونې سربیره پر دې ، چې د افغانانو په وړاندې له دښمنۍ ډک دریځ اود غاصب پنجاب او استعماري ځواکونو په څنګ کې ودریدل دي ، پخپله د امریکایي سیاست استعماري خصلت په ګوته کول دي ، چې پایله به یې دخپل ځان په وړاندې دافغانانو ژوره کرکه وي او بس . په داسې حال کې چې دافغانستان ملي یووالي ګوند دامریکې دا ناوړه دریځ په افغانستان کې دامریکې داستعماري سیاست د ناکامۍ غبرګون ګڼي ، خپل دریځ په لاندې ډول اعلانوي :

۱ـ د افغانستان ملي یووالي ګوند دامریکې له خوا د ډیورنډ د استعماري کرښې په رسمیت پیژندل، دبشر دحقوقو سره په ضدیت کې د استعمارچیانو په لیکه کې ودریدل او د افغانستان دخلکو سره د دښمنۍ ډک چلندګڼي ،په کلکه یې غندي او مردود یې بولي .

۲ – له اموڅخه تر اباسینه پورې دټولوافغانانوګډه مبارزه یواځینۍ لار ده ، چې د ډیورنډ د استعماري کرښې توطیه شنډه کړي او ویشل شوی افغانستان بیرته یوشي .

۳ـ تر څو د ډیورنډ استعماري کرښې په واسطه ویشل شوی افغانستان بیرته یونه شي ، په افغانستان اوسیمه کې د سولې او ثبات ټینګیدل ناشونی کاردی .

۴ ـ له ټولو ملي وطنپالوشخصیتونو ،ډلو اوځواکونو څخه هیله کیږي ، چې د افغان ملت په وړاندې د ډیورنډ د استعماري کرښې توطیې د شنډولوپه خاطر دیوګډ ملي دریځ په نیولو سره د خپلې خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي .

۵ـ د افغانستان ملي یووالي ګوند به د ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی دیوستر ملي ارمان په څیر ګڼي او دې ارمان ته د رسیدو په لار کې به له هیڅ ډول هلوځلو او سرښندنو څخه ډډه نه کوي .

ومن الله التوفیق
دافغانستان ملي یووالي ګوند اجراییه بیورو
د ۲۰۱۲ کال داکتوبر ۲۷