پېښور:په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوي بريد کې درې کسان وژل شوي دي.دسرچينو ترمخه دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو څخه دغه بريد دشمالي وزيرستان دميرانشاه څخه ١٠ کلو ميټره لرې جنوب ختيز لوري ته په تپي نومې سيمه کې ترسره شوى، خو په سمدستي ډول دوژل شوؤهويت نۀ دى معلوم شوى چې هغوي څوک وؤ او دتندلارو يا ترهه گرو په کومه ډله پسې يې تړاؤ لرلو.سرچينې زياتوي په دغه بريد کې چې کومه وداني په نخښه کړل شوې په هغې اور لگيدلى.دسرچينو وينا ده دوه ميزائيلونه په يو کور او يوميزائيل په يو گاډى لگيدلى چې له امله يې دوه شکمن کسان وژل شوي.سرچينې زياتوي بريد کې يوه ښځه هم وژل شوې ده.