دخيبرايجنسۍ په لنډي کوتل کښې دشينوارى قوم لويه جرګه دحاجى محمد ګلاب شينواري په مشرۍ کښې وشوه په جرګه کښې دشينوارو اوسليمانى قومونو مشرانو ملکانو او پخوانيو کونسلرانو ګډون وکړ جرګى ته حاجى ګلاب شينواري په خپله وينا کښې وويل چې قبايل امن غواړي هيڅکله قبايل دبدامنۍ ملاتړ نه کوي چې کوم خلک زمونږ په سيمه کښې بدامنۍ ته لمن وهى دهغو په ضد به سخت چلند وشي نوموړي دخپل قوم مشرانوته په وينا کښې وويل چې په خپلو سيمو کښې دشرخوښو پرکړو وړو نظر کښې وساتى جرګى ته ميجر(ر) بخت حسين شينوارى نياز امين شينواري او حافظ ولايت شاه شينواري هم وينا وکړه.