د لراوبرافغان یون له اړخه د لوی اختر د مبارکئ پيغام
السلام علیکم ورحمته وبرکاته،
د ټولو نه وړاندې د ټولې نړی مسلمانانو او خاص د لوی افغانستان باتور ولس ته د لوی اختر مبارکی وایو اختر مو مبارک شه لمنځونه ، روژې ،تراویح ، صدقات او قربانیانې مو قبولې شه الله تعالی دې دحجاجو کرامو حجونه، عبادات او دعاګانې په خپل دربار کې قبولي او د دوﺉ دغه دیني اجتماع دي دټول امت دیو والی سبب وګرځوي، او پدې هیله چې ښه په ارامه فضا کې په خوښی او د خپلو خپلوانو سره ګډ اختر وکړی ، دلراوبرافغان يون اداره هغه ماشومانو ته چې د مور او پلار مینه یې نه دی لیدلی، هغه خوارانو او یتیمانو ته چې د افغانستان په څلورو لسیزو جګړو کښې یې هر څه د لاسه ورکړی او د علم او معرفت څخه بې برخه او بې سرنوشته پاتی شوې دی، د درناوی سر ښکته کوی او د لوی اختر مبارکی ورته وړاندې کوی.
لراوبرافغان یون اختر داسې تعریفوی ـ اختر یانی د یتیمانو او خوارانو سره مرسته، اختر یانی پخلاینه ، اختر یانی بخښنه ، اختر یانی سوله، اختر یانی د لوی څښتن تعالی له ذات او مخلوقاتو سره مینه خو له بده مرغه چې دلته اختر نشته، هرې خواته ویر او ماتم دی. افغانان اختر د سرو وینو په سیلاوونو کې بدرګه کوی، دلته اختر او برات نشته، په افغانستان کښی هرې خوا ته ماتم او چیغې دی، نو ځکه دلته د اختر راتګ د ویر او ماتم سره مل دي.
زمونږ په هیواد کی اخترونو خپل پخوانی رنګ تر ډیره حده بایللی او اخترونه د غمونو سره مل دی. مونږ د خدای پاک په دربار کې لاسونه لپه کوو، او په دی هیله چې یو ورځ د افغانستان ټول وګړی د اختر په ورځ کې خوښی او خوشحالی وکړی .
زمونږ هیله – ټولو هغو هیوادوالو نه هیله کوو چې د وطن یتیمان ، کونډې ، بیکسه او ټول غریبان پخپلو اخترونو کې شریک کړی چې هغوی هم پوه شی چې زمونږ هم اختر شته او د لوی افغانستان لپاره د زړه له خلاصه دعا وکړی تر څو لراوبر افغان یو ځل بیا په یو ټغر راټول شی او تل پاتې سوله مو نصیب شی او په اخیر کې یو ځل بیا درته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکی وایو او نور به ېې پدې دوه شعرونو ختمه کړو ،
اخــتـره! محـبـتــه يې نفــــر تـــو نه رانه يو سه
دكين اوبغض نه ډك دغه تور زړونه رانه يو سه
ته راوړه ووړ اختره ستر خپلواك بهاروطن ته
غربي طـــوفان راوستي خـــزانونه رانه يو سه
اختره ! خـوږ ملــهـم شه په مظلـــومــو پر هـر نو
دوخـــت دناكــــردو ســوي آهـــونه رانه يـوسه
ته ورځ يې دخوښيوتل په درست كال كي اختره!
اې ګوره ! تش لاړ نه شې ټول غمونه رانه يوسه
ته هم دين ته خادم سه دغازي په څير اخـتره
بې دينه يرغلګـــر غــاصب فوځو نه رانه يوسه
همـدرد سه دمردانو پاك الله ته داسي سوال كړه
مرګي ته دنامــــردو قطــــارونه رانه يـــو سه
اختره ! ژوند مو خوښ دى دالله ترحكم لاندي
سپېڅلى انقلاب سه زور واكونه رانه يو سه
اختره ! ستا راتګ يوخو ږ الهام دى د مسكا وو
په تګ دي هــم سلګۍ او هــم ويرونه رانه يو سه
او بل شعر ده وایی چې
ټوله شپه می ستا په غم کی اوښکی څاڅی
ستوری هم زما پدی ژړا خبر دی
اوس می اوښکی نه وچیږی خو جانانه
مبارک شه درته وایم نن اختر دی ۰
د لراوبرافغان یون اداره