د کندز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت له پاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول سوى والي ئې نيولى.
چارواکي وايي چي نوموړى د چهاردرې اولسوالۍ د چټک غبرګون پوليسو نيولى او اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دئ .
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د وياند له لوري رسنيو ته ويل سوي چي نوموړى والي عبدالرحمن نومېږي او په دې ولايت کي ئې د حکومت ضد فعاليتونه کول .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.