ياد شوي ۱۷۰۰ كيلوگرامه امونيم نايتريت چې د ماينونوپه جوړولوكې له هغه څخه گټه پورته كيږي د شنبې په شپه پوليسود لښكرگاه اړوند د خشكابې د مخطركلا په سيمه كې د پټومعلوماتوپربنسټ كشف اوترلاسه كړي دي.
په دې اړه لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه کاږي چي ياد توکي وسله والو غوښتل چي په ماينونو کي ئې ځاى پر ځاى کړي او ورڅخه د خپلو اهدافو په ترسره کولو کي ګټه واخلي خو د پوليسو له لوري مخکي تر دې چي وسله وال ورڅخه خپل کار واخلي ونيول سول.
له دې توكوسره د تړاوپه تورڅوك نه دي نيول شوي اود نيولوپه موخه يې پلټنې روانې دي.