کور / تازه خبرونه / د انتخاباتي شکایاتو په کمېسیون کي د بهرنیانو موجودیت

د انتخاباتي شکایاتو په کمېسیون کي د بهرنیانو موجودیت

خدمتګار ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیانو له موجودیت سره د جمهور رییس کرزي په مخالفت تبصره کړې.

په سرمقالې کې راغلي، د جمهور رییس دا دريځ هغه وخت موجه ګڼل کیدای شي؛ چې افغان دولت په خپلو پښو ولاړ وای او له بله طرفه په انتخاباتو کې د درغلیو امکان موجود نه وای.

خدمتګار لیکلي، په دې وروستیو کې د بهرنیانو خصوصاً د امریکا پر وړاندې د جمهور رییس لهجه تونده شوې او دغه کار په ولس کې اندیښنې زیاتې کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي د دارنګه مخالفتونو په اړه ویره دا ده چې هسې امریکا افغانستان ته شا کړي او د ګاونډیو دسیسو ته یې پریږدي.

ویسا ورځپاڼې هم په همدې مسئلې خپله سرمقاله خپره کړې.

د سرمقالې لیکوال کښلي، جمهور رییس کرزی چې اوس د انتخاباتو په اړه هره خبره کوي، نو ځینې سیاسي کړۍ ورسره دا خبره غوټه کوي، چې ګڼې په راتلونکو انتخاباتو کې په خپلې ګټې اقدامات کوي.

ویسا لیکلي د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو موجودیت په تیرو انتخاباتو کې هم د لاسوهنو او د انتخاباتو د بد نامیدو سبب شوي و.

د ورځپاڼې یو بل مطلب هم د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه دی چې پکې راغلي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي به ددغو انتخاباتو له کاندیدانو څخه وي.

په مطلب کې راغلي ښاغلي جلالي په دې اړه له سیاسي کړیو او شخصیتونو سره سلا مشورې پیل کړي دي.

هیواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې سرلیک لاندې لیکلې، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ملګرتیا لازمه او ملزومه ده.

په سرمقالې کې په کابل کې د ناټو د عمومي منشي وروستۍ څرګندونې راخیستل شوي چې ویلي یې دي: د ایساف ټول پنځوس غړي هیوادونه په اوږد مهال کې له افغانستان سره ژمن دي.

هیواد لیکلي په عین حال کې افغان دولت هم هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره کړي ژمنې ترسره کړي او پر خپل وخت امیتي مسئولیتونو ته اوږه ورکړي.

ورځپاڼې په یوه بل سرلیک کې د جمهور رئیس کرزی خبره راخیستې چې ویلي یې دي، د افغانستان خلک د بهرنیو عسکرو قضايي مصئونیت په هیواد کې د سولې او ثبات په تامینیدو پورې مشروط بولي.

محور ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي، په ننګرهار کې د شیرزي پاټک هره ورځ له لاریو نه څلور شپیته لکه افغانۍ اخلي.

په مطلب کې راغلي په ننګرهار کې د فواید عامې د تلې ترڅنګ د ولایت مقام هم د بیارغونې په نوم په غیر قانوني توګه د بارداره موټرو پر سر پیسې اخلي.

محور لیکلي د ننګرهار والي د بیارغونې په نوم هره میاشت یو سلو دوه نوي ملیونه افغانۍ له خلکو اخلي.