باجوړ:په قبایلي سیمې باجوړ کې امنیتي چارواکو له ۲۰۰۸ز کال راهیسې لګېدلی شپې مهاله ګرځبندیز ختمولو اعلان کړي دي.په باجوړ کې د وسله والو پر ضد په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات پیل شوي ول او له هم هغه وخته راهیسې په کې د شپې مهال ګرځبندیز لګول کېده.امنیتي چارواکو بېګا ماښام د کرفیو ختمولو اعلان وکړ او و یې ویل چې په سیمه کې حالات ښه شوي دي په سیمه کې موجود یوه پوځي مشر برېګېډيیر حیدر علي ویلي ولس به اوس د شپې مهال هم په بازارونو کې سودا اخیستو له پاره تللای شيد سیمې اوسېدونکو د باجوړ امنیتي چارواکو د پرېکړې هر کلی کړی دی.د