کندهار افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل عثماني نن په کندهار ولايت کي يوې خبري غونډي ته وويل چي په کندهار ولايت کي د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ٤٠ فيصده کم سوى دى.
نوموړى نن سهار د يوه ګډ پلاوي په مشرۍ کندهار ولايت ته راغلى او دلته يې لومړى له کندهار والي سره د هغه په دفتر کي وکتل او د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کي يې پر ستونزو او لاسته راوړنو ورسره خبري وکړې.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزير ته وويل چي په کندهار ولايت کي پوځي او ملکي ادارې په ګډه د پام وړ کارونه کړي چي په نتيجه کي يې تېره کال تر ورکول سوي اندازې زيات کوکنار مات سول.
نوموړي زياته کړه چي مرکزي اداره دي د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره د کوکنارو ماتولو پر ځاى ددې کښت د کرلو مخه ونيسي او هڅه دي وکړي چي په اړوندو برخو کي خپلي مرستي او کومکونه تر کښت مخکي خلکو ته ورسوي.
هغه يادونه وکړه چي د غنمو د وېش پر ځاى دي پر بنسټيزو پروژو باندي زيات زور واچول سي او په څنګ کي دي د بزګرانو روا او قانوني محصولاتو ته باثباته بازار پيدا سي ترڅو د کوکنارو د کرلو مطالبه او تقاضاء کمه سي.
وزير عثماني وروسته د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د ولايت د ټولو امنيتي مسؤلينو، ولسوالانو، ولايتي شورا، سولي شورا، علماؤ شورا او د عدلي او قضايي برخي له مسؤلينو سره وکتل او د نشه يي توکو د محوې په برخه کي يې د هغوى نظرونه واورېدل.
له دولتي مخورو او مسؤلينو سره تر ليدني وروسته ښاغلي عثماني په ولايت مقام کي د کندهار د شپږو ولسواليو له قومي مشرانو، د شورا درئيسانو او دهاقينو سره هم جلسه درلوده او له هغوى سره يې مفصلي خبري وکړې.
نوموړي په دغه غونډه کي د کندهار ولايتي ادارې هغه هڅي او کوښښونه چي دلته يې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره کړي وستايل او هيله يې وښوول چي دغه لړۍ همداسي ادامه پيدا کړي.
په ننۍ غونډه کي د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال حاجي نيازمحمد سرحدي وويل چي دوى په ډېرو ستونزمنو شرايطو کي تېره کال د کوکنارو کښتونه له منځه يووړل خو په خبره يې چي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت له هغو وعدو چي کړي يې وې يوه هم پوره نکړل، حتى هغه پيسې چي د ټکټرانو د کرايې لپاره ژمنه سوې وې هم ولايتي او د ولسوالۍ ادارې ته په واک کي ورنکړل سوې.
د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزير وروسته د کندهار والي سره يو ځاى د ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته حاضر سو او دلته يې په خپلو خبرو کي وويل چي په کندهار د ادارې د کلکي ژمني او خلکو د زيات کار په نتيجه کي يې د کوکنارو کښت د توقع خلاف ٤٠ فيصده کم سوى دى.
نوموړي زياته کړه چي له ولسي خلکو او دولتي اراکينو سره تر ننۍ ليدني وروسته ډېر ډاډه سوى او د ولسي خلکو ژمني او د دولتي ادارو کلک هوډ ورته دا وښودل چي سږ کال به د کوکنارو کښت نور هم کم سي او ډېر خلک به ددې بوټي د کر څخه لاس پر سر سي.
کندهار والي هم په دې خبري غونډه کي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل او زياته يې کړه چي دى د مرکزي ادارې له هغو مرستو او کوښښونو چي په دې ولايت کي ېې د کوکنارو د بوټي له منځه وړلو لپاره کړي مننه کوي.
نوموړي زياته کړه چي دلته د فوډ زون پروګرام هم منظور سوى چي د دوو کالو لپاره دى او شل ميليونه ډالر ورته ځانګړي سوي دي چي پر داسي پروژو به ولګول سي چي د بزګرانو په ژوند کي اساسي او کليدي تغير راولي.