ياد شوي كسان هغه مهال د لښكرگاه ښارد صافيانو د دوه سركې په سيمه كې د شپې له تيارې څخه په گټې اخيستنې سره غوښتل چي ځاى پرځاى كړي چې همدا ماين پرې چاوديدلى اودواړه ماين خښوونكي وژل شوي دي.
په دې پيښه كې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
همدا رازپه همدې ورځ د اتوبجوپه شاوخواكې د لښكرگاه ښارد شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتوكې پوليسوهغه ماين هم كشف اوپه سيمه كې چاودنه وركړه چې د وسله والو له لوري ځاى پرځاى كړى شوى وو.
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.