په هالنډ کي مېشت افغان فريد ويال لراوبر ته وويل چي دوو ماماګانو زامن يې د روان ۲۰۱۲ کال په دوبي کي استراليا ته د مهاجرت په نيت په کراچي کي له کوره وتلي دي خو تر اوسه پوري نه استراليا ته رسيدلي دي نه بيرته خپل کورته راغلي دي.
دغو دوو تنکيو ځوانانو اخير وار د اګست پر ۲۷ نېټه د خپلي کورنۍ سره هغه وخت اړيکه نېولې وه چي د اندونيزيا څخه د استراليا په کښتۍ کي سپرېدل ، تر هغه وروسته يې د خپلو کورنيو سره هيڅ تماس نه دی نيولئ .
سيف الله او محمد نصير چي د ۱۸ او ۲۰ کلونو شاوخوا عمر لري، کورنۍ يې په بهر کي د افغانستان له کونسلګريو ، د مهاجرينو د کمشنرۍ او د مهاجرينو په چارو کي د خيريه ټولنو او هر هغه چا څخه چي ددوی په اړه معلومات ولري هيله کوي چي کورنۍ يې له حاله خبره کړي .
ټيلفون شمېره: 0031616002354