اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو پښتونو وروڼو لکه څنګه چی تاسو ته معلومه ده چی پښتو ژبه ورځ په ورځ له کمزوری سره مخامخ ده نو پدی اساس د کايت سافت کمپنی پښتو ژبی ته د (( پښتون ژباړونکی )) په نوم يو سافټوير جوړ کړی چی د نړی د 66 هیوادونو په ژبو به پښتو وژباړی چی تقریبا یو نیم میلیون لغتونو موجودت به ولری
د کايت سافټ کمپنی مدیر ښاغلی حافظ البی وایی چی دی پدی سره ډاډه دی چی پښتون ژباړونکی به د خدای (ج) په مرسته په ډیر لږ وخت کی …پښتو ژبه دنړی د مشهور ژبو په جدول کی راولی نو پدی اساس ښاغلی البی
له ټولو پښتونو وروڼو څخه داهیله لری چی د پښتو ژبی د خدمت لپاره له پښتون ژباړونکی سره یو ځای شی .
د پښتون ژباړونکی سافټویر سیستم پروتابل سیستم دی چی انسټال کولو ته یی اړتیا نشته .
…لکه چی پښتون ژباړونکی فعال شی اول باید د هر ژباړونکی د خپل ځان پیژندګلوی ولیکی او بیا د ژباړی لپاره ژبی وټاکی .
ګرانو پښتنو وروڼو باید ووایم چی اوس مهال په فیسبوک او یا داسی نورو انټرڼتی پاڼو کی د پښتنو عادت یوازی (Like) کول دی خو دغه کار زمونږ د ژبی مشکل نشی حل کولای باید سره یو شو او خپلی ژبی ته خدمت وکړو.
شاغلی البی وایی چی د کایت سافت کمپنی به ان شاء الله د روان کال تر پایه پوری 25 پښتو سافټویرونه په مخلتفو برخو کی نړی ته د خدمت لپاره وړاندی کړی .
البی همدارنګه افغان سافټویر جوړونکو ته په زړه پوری زیری هم لری چی دی به دغه ځوانانو ته تقریبا 56 پروژی ورکړی ترڅو دوی وکولای شی ددغه پروژو په پلی کولو خپلو علمی بڼو ته پرمختیا ورکړی دغه پروژی په لاندی ژبو دی
Vb6 ,Vb.net ,Vb2008, vb2010 , C , C#, C++, Java, Asp, Asp.Net, Delphi 7, Delphi2010,SQL, pascal ,WFP ,PHP, Foxpro ,
هر افغان ورور چی په دغه ژبو بلدتیا لری کولای شی ددغه پروژو څخه برخمن شی.
د پښتون ژباړونکی د ډانلود لینک
http://wdl.persiangig.com/pages/download/?dl=http%3A%2F%2Fnwasoft.persiangig.com%2FPashtoon+Dic%2Fpashtoon+Dic.rar
هر هغه ورور چی غواړی پښتو ته خدمت وکړی له پښتون ژباړونکی سره د اړیکه ونیسی
ایمیل Hafezalbi@yahoo.com pashtondic@live.com +201154941279
د یادونۍ وړ ده چی د هر ژباړونکی حق په نظر کی نیول کیږی
په درناوی
د کايت سافت اداره مصر القاهره Afficher la suite