پېښور: په خيبر ايجنسۍ کې د وسلوالو پر ضد عملياتو کې ۱۸وسلوالو او نهه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د پاکستان په خيبر ايجنسۍ کې يو ځايي دولتي چارواکي رسنيو ته وويل، چې د خيبر ايجنسۍ په تېرا دره سيمه کې پاکستاني جنګي الوتکو د وسلوالو پر مرکزونو هوايي بريدونه وکړل.نوموړي زياته کړه، چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ۱۰وسلوال وژل شوي او اته ټپيان دي په دغو بريدونوکې د وسلوالو ٢٠ پوستې هم له منځه وړل شوې دي.د وژل شوو وسلوالو په اړه تراوسه څه نه دي ويل شوي، چې دوى په کومو وسلوالو ډلو پورې اړوند وو.يادې سرچينې دغه راز وويل، چې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د پېښې له ځاى سره نږدې د سيمې د يو شمېر خلکو کورونه هم نړېدلي، چې له امله يې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.په سيمه کې يوه ځايي خبريال فاروق وويل، چې د هوايي بريدونو له امله په تېرا دره کې د خلکو څلور کورونه ويجاړ شوي دي.د هغه په وينا، په ياده سيمه جنګي الوتکو سهار وختي بريدونه پيل کړل او تر پنځو ساعتونو يې دوام درلود