کور / تازه خبرونه / پاکستاني خبریالان د طالبانو ګواښ اندېښمن کړي

پاکستاني خبریالان د طالبانو ګواښ اندېښمن کړي

اسلام اباد:بي بي سي راډيو دخبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، چې پرملاله یوسفزۍ د طالبانو له برید وروسته په خبریالانو د بریدونو ګواښونو اندېښمن کړي دي.بل لور ته بي بي سي ویلي، چې د ۱۴ کلنې ملالې د ټپي کېدو د پېښې له خبري پوښښ وروسته بیلا بیلو رسنیو ته له ګواښ وروسته يې په پاکستان کې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او د خپل فعالیت لپاره اړین ګامونه اخېستي دي.د پاکستاني ورځپاڼو اتحادیې (اي پي این ایس) مسوولینو ویلي، چې رسنیو ته د طالبانو د ګواښونو موخه د بیان د ازادۍ مخه نیول دي.پاکستاني مقاماتو له دې مخکې ویلي و، چې رسنیو ته د طالبانو د ګواښ معلومات د طالبانو د مشر له یوې ټیلیفوني اړیکې څخه تر لاسه شول.د بي بي سي مسوولینو ویلي، چې په پاکستان کې یې رسنیو ته د متوجه خطر له امله د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات کړي دي.په هغه ټيلفوني پیغام کې چې د پاکستاني څارګرو ادارو له خوا کشف شوی، د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید خپل مرستیال ته په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې پر رسنیو د بریدونو (ځانګړی) امر کړی.د اې پی این ایس په خبره طالبان غواړي د زور په وسیله د خلکو غږ غلی کړي. په پاکستان کې پر ملاله یوسفزۍ د برید غندنه شوې وه. هغو پاکستاني سازمانونو هم پر ماشومانو برید غندلی و، چې تر څه حده د طالبانو خواخوږي بلل کیږي.پاکستاني رسنیو د ‌طالبانو له لوري د تر لاسه شویو رپوټونو پر بنسټ ویلي، چې ‌طالبان دغه برید ته د رسنیو له خوا د توجه ورکولو له امله ناخوښ دي او دوی داسې انګیري، چې دا پلویتوب دی.د بي بي سي د مسوولینو په خبره” موږ حالات له نژدې څارو، د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مو اړین اقدامات کړي دي او په پاکستان کې به خپلې خپرونې جاري وساتو”د بي بي سي د اردو سروس مشر عامر احمد خان ویلی” د دغه ډول اقداماتو موخه د بي بي سي د کارکونکو خوندیتوب ته پاملرنه ده.”بل لور ته د برتانیا په برمنګهم ښار کې د کوین الزبت روغتون مسوولین وايي، چې د ملالې روغتیا يي حالت د ډاډ وړ دی او د هغې درملنه کوونکې ډله ورته بشپړه پاملرنه کوي.موږ حالات له نژدې څارو، د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مو اړین اقدامات کړي دي او په پاکستان کې به خپلې خپرونې جاري وساتو”