.سوات: پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د ملالې په پلرنۍ سیمه سوات کې له مطبوعاتو سره خبرې کولې وویل، چې حکومت يې د ملالې د نه ستړې کیدونکیو هلوځلو په اعتراف هغې ته د بهادرۍ مډال ورکولو پریکړه کړې:د ملالې زړورتیا او همت ته سلام وړاندې کوم، هغې چې په څومره میړانه او زړورتیا د حالاتو مقابله کړې او کوم کارونه چې يې کړي، هغو ته په پام د پاکستان دولت نوموړې ته د بهادرۍ مډال ورکولو پریکړه کړې.
جمهور رئیس آصف علي زرداري د ملالې خدمات وستایل او ماته يې امر وکړ تر څو تاسو ته دا زیری درکړم.”