کور / تازه خبرونه / اسلامي حزب : په معروف ولسوالي کي الوتکه را واچوله

اسلامي حزب : په معروف ولسوالي کي الوتکه را واچوله

د حزب اسلامي اړوند ګروپ د کندهار په معروف اولسوالي کي د بهرنيانو يوه الوتکه ويشتلې او پکښي سپاره اووه نفره ئې وژلي .
د حزب اسلامي خبري سرچينې د خبر له مخي ياده الوتکه د دوى د يوه ارتباطي غړي له خوا چي د يادي اولسوالۍ په استخباراتو کي ئې کار کاوه هغه وخت وويشتل سوه چي عسکر ئې لېږدول.
دغه سرچينه وايي چي د الوتکي تر ويشتلو وروسته بريدکوونکي د خپله ټوپک خوله د نورو عسکرو پر خوا اړوي او هغوى ته هم درنه مرګ ژوبله اړوي او په پاى کي دى هم د جوابي ډزو په پايله کي وژل سو.
دا لومړى ځل دئ چي اسلامي حزب په معروف اولسوالي کي د داسي عملياتو خبر ورکوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه تر اوسه افغان حکومت او هم هم بهرنيانو څه ويلي دي.