د اکټوبر پر ۱۳ د نیویارک ټایمز اخبار یوه اوږده او جالبه سر مقاله د افغانستان او متحده ایالاتو پر مشکلاتو باندي لیکي ده. البته، د ارګ او نیویارک ټایمز تر مینځ انتقادونه او یو بل ته بد ویل څه نوې خبره نده، خو سرمقاله لدې بابته مهمه ده چي ورځپانه د افغانستان د کشالې په هکله د امریکایانو نننی حاکم نظر او موقف بیانوي، او بله خبره دا ده چي اخبار د متحده ایالاتو له نهایت مهمو ورځپاڼو څخه دی چي نفوذ يې د حکومت په فیصلو کي مهم رول لري. کوښښ سوی دی چي د سرمقالې غټ او مهم ټکي بیان سي.
نیویارک ټایمز خپله سرمقاله داسي پېلوي:«څه له پاسه یوه لسیزه کېږي چي امریکايي ویني په افغانستان کي تویېږي، پوره شپږ کاله د جمهورریس بش په خطرناک غفلت او بې تفاوتۍ کي ضایع سول، خو اوس ددې وخت رارسېدلی دی چي امریکايي عسکر افغانستان د یو داسي تقسیم اوقات پر اساس خوشي کړي چي لومړی هدف يې د امریکايي عسکرو امن وتل وي. دا کار باید تر یو کال زیات وخت و نه نسي. متحده ایالات به حتی د جمهورریس اوباما رالنډ سوي او محدود اهداف هم تر لاسه نکړي، خو د جنګ ټال او دوام به لا زیایمن وي.»
سرمقاله وايي د جمهورریس مرستیال بایډن وویل موږ په ۲۰۱۴ کي افغانستان پرېږدو. ښاغلي اوباما همدا خبره څو واري کړې ده. مګر د اخبار په نظر دوه کاله نور په افغانستان پاته کېدل درست کار ندی. اخبار د اوباما د مامورینو هغه خبره هم نه مني چي وايي د ۲۰۱۴ انتخاباتو لپاره باید امنه فضا برابره کړای سي، ځکه که امریکا دا کار وکړي دا به د یوه مطلق فاسد سیاسي نظام لپاره د امریکا د تصدیق او ملاتړ ټاپه وانګېرل سي.
د نیویارک ټایمز سرمقاله پخپل تاریخي اعتراف کي وايي: «دې نتیجې ته رسېدل، زموږ د موقف او نظر بدلون هم ښيي. د سپټمبر د حملو په اولو ورځو کي، د افغانستان جنګ غښتلي پلویان لرل، او په هغوی کي موږ هم شامل وو.» خو د بش په کلونو کي افغانستان هېر سو. خو اوباما ښه پالیسي غوره کړه. هغه داسي اهداف وټاکل چي واقعي ښکارېدل لکه د ښورښ ضد کمپېن، پر القاعده باندي حملې زیاتول، د طالبانو نظامي مرکزونه ورانول، د کابل په حکومت کي ښه حکومتوالي او دیموکراسي ډېرول، او د افغان پوځ او پولیس جوړول.
سرمقاله لیکي مګر په افغانستان کي د «بري» چانس هله ختم سو چي د امریکا پوځ د عراق په عبثي جګړې اخته سوه. که څه هم په افغانستان کي څه پرمختګونه سوي دي، خو د یوه ډیموکراتیک او با ثباته حکومت د جوړولو خبري خیالي ښکاري. . . تر اوسه پوري پدې جنګ کي ۵۰۰ بیلونه ډالره لګېدلي دي.» اخبار د امریکايي عسکرو وژل، ټپي کېدل، او د نورو رواني امراضو سره د اخته کېدو ارقام بیانوي.
اخبار لیکي: د جنګ دوام به موجوده محدودي لاسته راوړني او دایمي نه کړي. بلخوا، د طالبانو د بیا نه راتګ مسله هم ګرنټي نده، په تېر بیا په ځینو ولایاتو کي چي هغوی همدااوس هلته غښتلی حضور لري.
اخبار لیکي: ځيني ماهران وايي د امریکايي عسکرو وتل په شپږو میاشتو کي ممکن دي، خو یو کال پوره وخت دی. اخبار د یو کلن خروج ملاتړ کوي او وايي دوه کاله ډېر وخت دی او د عسکرو په مرګ نه ارزي.
نیویارک ټایمز لیکي: ښاغلي اوباما څلور کاله پخوا افغانستان یو داسي جنګ وښود چي باید وګټل سي. د هغه ستراتیژي پر دې تکیه لرله چي یو داسي افغان عسکر او پولیس وروزي چي د طالبانو د جنګ مسولیت په یوازي سر پخپله غاړه واخلي؛ یو داسي با کفایته حکومت چي خپلو خلګو ته مقدماتي خدمات برابر کاندي؛ او بالاخره د پاکستان همکاري وګټل سي. اوس به ګورو چي دا اهداف تر کومه حده ترلاسه سوي دي.
د افغان امنیتي قواووي: امریکا په افغانستان ۳۵۰ زره کسیزه اردو او پولیس جوړ کړل چي اوس مازي په نامه د هېواد په اکثرو برخو کي امنیت تامینوي. په افغان امنیتي عسکرو کي تېښته زیاته ده او مورال کښته دی. پر ایتلافي عسکرو د افغان عسکرو حملې د هغوی تر مینځ د اعتماد اډانې سستي کړي دي او هم يې د افغان پوځ روزنه سوکه کړی دی.
سرمقاله لیکي: ډوونر هېوادونه به خپلي مالي ژمني عملي کړي، خو پدې شرط چي د کرزي حکومت خپلي وعدې پوره کړي.
د يوې موثري او با اعتباره حکومتوالۍ ایجادول: « د جمهورریس حامد کرزي کمزوری او فاسد حکومت په دوامداره توګه افغانان له ځانه خوابدي او شړي، او خلګ د طالبانو حکومت ته خوشبینوي. د کرزي څو درزنو خپلوانو او ملګرو حکومتي پوستونه اشغال کړي دي، په بزنسونو لګیا دي، او د متحده ایالاتو څخه قراردادونه اخلي.»
سرمقاله د کابل بانک چور ته اشاره کوي او وايي چي حامد کرزي د عدالت د تامینولو ژمنه وکړه، خو تر اوسه پوري د هغه تاریخي رسمي غلا په باره کي هیڅ ندي سوي. که چیري حامد کرزي د اداري فساد او اختلاس پر ضد جدي ګامونه وا نه خلي، غربي مرستي له خطر سره مواجه کېږي. « زموږ عقیده دا ده چي هغه به رشتین لیډرشیپ و نه ښيي. حامد کرزی نه یوازي یو نامطمین او بې اعتباره ملګری دی بلکي هغه د امریکا اهدافو او د افغانو د منافعو د پښو خاور کاږي.»
د کرزي پلویانو د ۲۰۰۹ انتخابات مردار او غلا کړل. د کال ۲۰۱۴ د انتخاباتو لپاره هم شرایط برابر ندي. په افغانستان کي ډیموکراسۍ ته خطر بمونو ندی ایجاد کړی، بلکي اصلي خطر اداري فساد دی.
د پاکستان سره روابط: بالاخره تېر جون پاکستان د امریکا پر مخ حیاتي ترانزیتي لاره بېرته پرانستله. مګر اوس هم طالبان، د حقاني ډله، او نورو افراطي ډلي په پاکستان کي دي. که چیري امریکايي قواووي له افغانستان څخه را وایستل سي، بیا نو متحده ایالات کولای سي چي د اسلام اباد سره سخت سلوک غوره کړي.
«موږ داسي استدلال نه کوو چي له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د عسکرو د وتلو سره به سم هر څه ښه سي. نه داسي به و نه سي. طالبان به ځیني پښتني سیمي لاندي کړي، او هلته به ښځي ښه وځپي او د خلګو حقوق به تر پښو لاندي کړي. وارلاډان به د پخوا په شان لوټ او تالان ته دوام ورکړي. افغانستان به هله هم د نړۍ تر ټولو فقیر او خوار ملک وي. القاعده ښايي بېرته ورسي، خو د سپټمبر له یوولسمي راهیسي القاعدې په یمن او نورو ملکونو کي مرکزونه جوړ کړي دي.»
سرمقاله لیکي، «کله چي امریکا په لیرو پروتو ملکونو کي په بې فایدې جنګونو کي لتاړه وي، د امریکا نړیوالي ګټي زیایمني کېږي.» د امریکا یوه جمهورریس کوریا پرېښودله. نېکسن وتیام خوشي کړل. او جمهورریس اوباما عراق پرېښود. «دا ملکونه یو هم د امریکا په شان دیموکراسۍ نه سولې، خو امریکا د هغوی په خوشي کولو سره بهتره او غښتلې سوه. د امریکا تر خروج وروسته افغانستان به تر شمالي کوریا لږ څه ښه وي، خو تر عراق به څه بد وي، او ښايي د ویتنام غوندي وي. موږ باید هر څونه ژر چي کولای سو هغومره ژر را ووځو.» .