کور / تازه خبرونه / د سپاه پاسدارانو يوه پلاوي د جهادي مشرانو سره کتلي

د سپاه پاسدارانو يوه پلاوي د جهادي مشرانو سره کتلي

د ایران د سپاه پاسداران یوه پلاوي په کابل کې له پخوانیو جهادي مشرانو سره کتلي

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د لاس وهنو په اړه تبصره کړې او په هغې کې ادعا شوې چې د ایران د سپاه پاسداران پلاوي په کابل کې له پخوانیو جهادي مشرانو سره کتلي دي.

په مطلب کې راغلي، دغه پلاوي په کابل کې د بېلابېلو قومونو له پخواني جهادي مشرانو سره د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو او له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته د افغانستان په وضعیت خبرې کړي.

سرنوشت لیکلي، یوه بل پلاوي د طالبانو د کویټې له شورا سره هم کتلي او له هغوي سره یې له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته د افغانستان په لویدیځ کې د بریدونو د زیاتیدو په اړه خبرې کړي.

په مطلب کې راغلي، د ایران د سپاه پاسداران د مطبوعاتو یوه پخوانۍ مسئوله فاطمه خزانپور دا مهال په کابل کې ده او هغه وايي، چې په کابل کې له جهادي مشرانو سره د ایران د سپاه پاسداران یوه پخواني قومندان او په کابل کې د ایران یوه پخواني سفیر کتلي دي.

محور ورځپاڼې په بلخ ولایت کې د اداري فساد او د ځمکو د غصب مسئله څیړلې.

په مطلب کې ادعا شوې، چې د دولتي ځمکو د غصب له پلوه بلخ ولایت له کابله وروسته په دویمه درجه کې دی.

په مطلب کې راغلي، په بلخ ولایت کې شپیته ښارګوټي جوړ شوي، چې دوه پنځوس یې په کې ناقانونه دي.

محور لیکلي، په بلخ کې له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د مسئولینو خبرو خلک غصه کړي، چې ویلي یې دي، د بلخ له ولایت مقام پرته د دې ولایت په ټولو ادارو کې فساد موجود دی.

ورځپاڼې لیکلي، له دې خبرو نه د بلخ له والي څخه له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د مسئولینو ویره ښکاري.

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې سرلیک لاندې لیکلي، ملګري ملتونه باید څرنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې حل ولټوي.

په سرمقالې کې راغلي ملګري ملتونه دا مهال د افغانستان په هغه شکایت غور کوي، چې وايي د پاکستان له خاورې پر ختیځو سیمو هره ورځ راکټونه راځي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ ځینو نور مطالب د جمهوري ریاست اړوند یو شمېر راپورونو ته ځانګړی کړی.

هېواد ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د جمهور رئیس په مشرۍ د وزیرانو شورا د نوبتي غونډې راپور هم ورکړی دی.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی راځئ، چې ثابته کړو، افغان ولس ژوندی دی.

د سرمقالې په یوې برخه کې راغلي، ښايي د افغانستان اوسنی حالت د تاریخ تر ټولو خطرناکه پړاو او یو ځانګړی حالت وي چې ولس مو د ژرندې د دوو پلونو ترمنځ پروت دی.

ویسا لیکلي اوس ددې وخت راغلی چې په هیواد کې ټول اړخونه له خپلو سلیقوي اختلافاتو سره سره د هیواد او ولس د برخلیک په باب په یوه کتار کې ودریږي.

په سرمقالې کې له حکومت نه هم غوښتل شوي، چې د کابل بانک په شان مهمو مسایلو په اړه جدي و اوسي.