کور / خبرتیا او پيغامونه / نن بيا پوهنتون ته د رباني په نوم لوحه جګه شوه

نن بيا پوهنتون ته د رباني په نوم لوحه جګه شوه

دملت او دولت توپير

محمديار يار ٢٥ -٧-١٣٩١

نن بيا د بې تفاوتيو، بې مسئوليتو او ريشخنديو د توپان په سلسله کي د لوړو زدکړو وزير ښاغلى عبيدالله عبيد له خوا د (کابل د ښووني او روزني) پوهنتون باندي ((داستاد شهيد رباني دښووني او روزني پوهنتون)) په نوم لوحه جګه شوه.

د لوحې د جګيدو مراسمو ته چي د پوهنتون په اډيتوريم کي جوړ شوي ول، د معترضو محصلانو استاځي پرې نه ښوول شول.

معترض محصلان، دا لوحه دا نوم او دا فرمان په هيڅ توګه نه مني، دوى بيا هم دپوهتون رئيس ته وويل، چي که ددغې مسئلې د حل توان نلري بايد استعفا ورکړې، خو پوهاند حميدزي تر چوکۍ نه تيريدونکى دئ.

محصلان د سولئيزي او نه پاتيدونکي مبارزې او مظاهرو کلک هوډ لري، خو چارواکي هره لحظه د تاو تريخوالي لپاره په کمين کي ناست دي، دوى کيداي سي بالاخره او بالاخره مرګ ژوبلي ته لاس واچوي، دجلالتماب حامد کرزي عسکرو خو ښه په مزه ژوبله او توهين وکړ، خو په دې يې هم زړه نه دى يخ، غواړي چي مرګونه وکړي او دا کار به هم وکړي، خو د استاد رباني نوم د خلګو انتخاب نه دى او (په زور کلي نه کيږي).

که جناب کرزي تر استاد رباني نه تيريږي، نو خلګ تر وطن او ملت نه شي تيريداى، بس د ملت او دولت تر منځ دومره توپير دى.

ملت سوله غواړي، دولت جنګ

ملت تفاهم غواړي، دولت تناقض

ملت قانون غواړي، دولت جبر او جنون

ملت ديموکراسي غواړي، دولت ديکتاتوري

ملت خدمت غواړي، دولت وحشت

دادى د محترم حامد کرزي په واکمنۍ کي د دولت اوملت تر منځ فرق .