دافغان معلولينو اواسيب پزيرو ټولنې دکرکټ لوبډله کندوز ولايت کې دبريا ترلاسه کولو وروسته په جلاابادکې ديوې غونډې په ترڅ کې وستايل شوه .
په جوړې شوې غونډه دافغان معلولينو اوسيب پزيرو ټولنې مشر سيدمحمدحسين صداقت،دکرکټ پورډ دختيځ زون مشر قرارعزيزي ،دبدني روزنې اداري مديراميرمحمد اويوشمېر نورو ګډون کړى وو.
دکرکټ بورډ دختيځ زون مشرقرارعزيزي يادې لوبډلې ته دمبارکۍ ترڅنګ وويل له هانکانګ هېواد سره يې خبرې رواني دي او ژربه دافغان معلولينو دلوبډلې ديوشمير لوبغاړو په ګډون يوه لوبډله دغه هېواد ته دسياليو په موخه واستوي .
هغه دافغان معلولينو لوبډلي ته زېرې ورکړ چې دهېواد دمعلولينو په کرکټ ملي لوبډله کې هم دافغان معلولينو لوبډلي شاوخوا اته لوبغاړي اخيستل شوي
دافغان معلولينو او اسيب پزيرو ټولنې دلوبډلې مدير سيدحسرت سادات وويل چې دوى په کندوز ولايت کې درې سيالۍ ترسره کړې چې په کې دکندوز منتخبې لوبډلې دوى ته ماتې ورکړه او ترکمنانو او دياد ولايت دځوانانو لوبډلو په وړاندې بريا خپلې کړې .
هغه زياته کړه چې دوى پلان درلوده چې ديو شمېر نورو ولايتونو دلوبډلو سره هم سيالۍ ترسره کړي خو دسياليو په موخه حاضر نشول .
په همدې حال کې نوموړى خبر ورکړى چې دپاکستان هېواد دمعلولينو لوبډله به ډېر ژر افغانستان ته راشي او د دوى سره به سيالۍ ترسره کړي.