کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٦ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

هلمند : د ٦ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوې نښتي په پايله کي شپږ وسله وال طالبان وژل سوي .
چارواکي وايي چي دا پېښه د دې ولايت د کجکي اولسوالۍ د تروو اوبو په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله وسله والو پر پوليسو بريد وکړ .
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي کاږي: پېښه د دوشنبې په سهار رامنځ ته سوه او تر پېښي وروسته يوه لنډ مهاله نښته رامنځ ته سوه چي په پايله کي ئې شپږ وسله وال ووژل سول او شپږ نور ټپيان سول او همدا ډول ليکي چي په دې پېښه کي دوه پوليس سربېره ټپيان سوي او اوس مهال تر درملني لاندي دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.