کور / هراړخیز / د ملالي رسالت. د پاکستاني طالب «غلچکي» بريد

د ملالي رسالت. د پاکستاني طالب «غلچکي» بريد

په توره شپه د غم کښي یو بڅری د رڼا
زرغون په ډېرانه کښي ښایسته بوټي د لالا

د ویري تور ځنګل کښي یوه زرکه په خندا
یو څاڅکی د امید د ناامیدو په دنیا

رنګين د بوډۍ ټال د تورو شګو په صحرا
مستي ده که ځواني ده که دلبر دی که الله

«غني»

د اکتوبر پر ۹، پاکستاني طالب قاتلانو پر ملالۍ یوسفرۍ باندي داسي ډارن برید وکړ چي له شرمه يې د سوات او ملاکند هسک غرونه «ولړزېدل.» په مینګوري کي، د ظلمت استازو پر یوې ۱۴ کلني پښتنې نجلۍ باندي چي د ماشومانو د تعلیم او تربیې لپاره يې فعالیت کاوه، او له ۲۰۰۹ راهیسي په پاکستان او نړۍ کي څه مشهوره سوې وه، مرګانی یرغل وکړ.

لدې حملې څخه سمدستي را وروسته، د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان د بريد مسولیت ومانه، او د خپلي فیصلې په دفاع کي يې وویل: «دا به نورو ته د عبرت درس سي.» هغه ملاله د غربي کلتور په خورولو تورنه کړه، او د هغې فکر او خیال يې د طالبانو ضد وباله. ددې الزامونو او نور چټییاتو تر څنګ، پاکستاني طالبانو ملالۍ او د هغې کورنۍ ته د نورو حملو تهدید هم وکړ.

د ملالۍ او طالبانو ټکر ددې سیمي د یوې مهمي اجتماعي او سیاسي ستونزي سیمپټم او علامت دی. دلته، د مډرنټي او عنعنویتوب تر مینځ شخړه روانه ده. دلته لا تر اوسه دا مسله نده فیصله سوې چي ماشومان باید مکتب ته ولاړ سي او کنه. البته، د سیمي په نورو ملکونو کي دا دوره ډېر پخوا تېره سوې ده. مګر یوازی افغانستان او د پاکستان ځیني ایالتونه لدې قاعدې څخه مستثنی دي، او د منطقې او نړۍ په کچه د انکشاف او پرمختګ په اخر پوړ کي ولاړ دي. هلته، له کندهاره تر اټکه، د مذهبي افراطیانو له مکتب، پوهنتون، او معلم سره ورانه ده، او د علم او معارف په روڼا کي خپل اجل ویني.

څو کاله مخکي، د پاکستاني طالبانو افغان انډول د کندهار په ښار کي ستاره اڅکزۍ او ملاله کاکړ په ورته شان ناځوانه بریدونو کي قتل کړې. هلته هم مول وهلو قاتلانو پر دوو خدمتګارو ښځو باندي مرګاني بریدونه وکړل. هله هم افراطیانو د ښځو او بنیادمانو پر خدايي حقوقو باندي بربنډ تېری وکړ.

همدې مذهبي افراطیانو نن ورځ نه یوازي د سوات د سیند په غاړه معصومه ملاله بې هوښه کړې ده، بلکي هغوی د ملالي ټول قوم – له خېبره تر بولانه- په کلونو د کوما په حالت کي ساتلی دی. له بده مرغه، د تېرو او اوسنیو حکومتونو د غفلت او بې کفایتۍ له کبله د پښتون وجود ډېري برخي د افراطیت سرطان نیولي دي.

پدې سیمه کي، د مذهبي سیاسي ډلو ايډیال نظام د ترکیې او مالیزیا د حاکمو اسلامي ګوندونو تګلاره نه، بلکي د هغوی منزل مقصود یو داسي سنتي سیسټم او تورځنګل دی چي سعودي عربستان ورته لیبرال او غربپاله ښکاري.

مګر د ملالي نسل د یوې نوي ډیموګرافیک او بشري څپې استازیتوب کوي. داسي یو ځوان نسل چي د سوشل میډیا له لاري د نورو ملتونو د ځوانانو سره تماس او سیاسي- فرهنګي راکړه ورکړه لري. هغوی مدام د یو بل له کارونو او تجربو څخه خبرېږي. هغوی ګوري چي په عربي نړۍ کي د کلونو زاړه دیکتاتوران یو په بل پسې د ځوانانو په مټ رانسکوره کېږي. هلته همدا ځوان نسل او محصل د تاریخي بدلون مهم مخکښ دی.

پدې سیمه کي به حتما د ملالي د هغې د نسل همت او فعالیت نورو ته د الهام منبع سي. دلته به هم د جهان د نورو ملکونو په شان د ظلمت ماڼۍ درزونه پیدا کړي، او د ډار جېلخانه به ماته سي.

ملالۍ د خپل نسل خوشحالي او ارامي د معارف او علم په خورېدنګ او ډېرېدا کي لټول، ایا د هغې لاره تر ټولو نورو لارو پخه او سېده نده؟

والسلام

واحد فقیري – واشنګټن