پېښور :دپېښور په متنو کې وسلوالو دپولیسو پرپو سته برید کړی چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي دي او ۱۲ کسان سخت ژوبل شوي دي. امنیتي سرچینو ویلي، چې برید د تېرې یکشنبې پر شپه د پېښور په متني سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی دی.د پاکستاني طالبانو یوې څانګې ددغه برید پړه منلې ده.د سیمې د پولیسو یوه مشر نسیم حیات اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې په وژل شوو کې یو جګپوړی افسر خورشید خان هم دی.وايي چې برید کوونکو پوستې ته اور اچولی د پولیسو درې ګاډي هم سېځلي دي.