کور / هراړخیز / دافغان وتلي شاعر عبدالباري جهاني سره ملاقات

دافغان وتلي شاعر عبدالباري جهاني سره ملاقات

جهاني صاحب سره روغبړ:


ګرانولوستونکو:   لاندې لیکنه  دافغانستان دپېژندل شوي ملي شاعراوليکوال عبدالباري جهاني په ویاړلیکم. خوترهرڅه دمخه لوستونکوته  په ډاګه  خبرورکوم  چې زه نه شاعریم اونه دپښتوژبې لیکوال یم . زه پخپله دشعرسره ډیره مینه لرم خویوازې دمسلکي شاعرانوشعرونه لولم .  نوله دې کبله به تاسوټول دخپل ښه نیت اومهربانۍ په پام کې نیولوسره ماته په دې تړاوتفاهم ولرئ که چېرته زماپه دې  لیکنه کې ګرامري اوادبي نیمګړتیاوې شتون ولري . په دې ماناچې مضمون په  علمي ژبه نه بلکې په ساده ولسې ژبه اودکیسې په توګه لیکل شوی دی . همدارنګه که چېرته کیسه اویادجملي جوړښت اوږد شي نوهمداسې یې درواخله .داځکه چې  زه دداسې یوې ځانګړې څانګې کارپوه یم چې  دهغه چاخبره دساینس په نوم یادیږي  . په بله وینا دهستي فزیک اودطبي فزیک متخصص افغان مهاجریم چې په جرمني کې اوسیږم.
خوزه هم کرارناست نه یم . په خپل مسلک کې مې دافغانستان د پوهنتونونو لپاره څلوردرسي کتابونه لیکلي دي . یوکتاب دوینې سرطان په هکله اوبل کتاب دچاپیریال رادیواکټویتي ترعنوان لاندي لیکل شوی دی . وروستي دواړه کتابونه  دلوړوزده کړې وزارت له خواچاپ شوي دي او دپوهنتون زده کوونکولپاره  تدریس کیږي . لوستونکوته بایدپه ګوته شي چې دکتاب اویاشعرلیکل دومره اسانه کارنه دی . نوموړې ستونځه هغه چاته مالومه ده چې لیکوال وي . بلخواداکارخوهرڅوک هم نه شي کولای . داځکه چې  ډیره حوصله،ژورفکر،پریمانه وخت اوپه ګرامري ،ادبي تړاوپه پښتوژبه باندې بشپړحاکمیت غواړي . همدومره بس دی چی ووایو: ترکاڼي دبیزوکارنه دې .


اوس به راشم اصلي موضوع ته .
خبره خوله دې ځایه پیل شوه چې دروان  ۲۰۱۲ زکال سپتمبرمیاشت وه چې  دیوه نازولي ملګري حاجي احمدشیریندل له خولي خبرشوم چې دفرانکفورت ښارته ښاغلي عبدالباري جهاني تشریف راوړی دی . سمدلاسه مې دګل احمدشیریندل څخه دملاقات غوښتنه وکړه . که څه هم جهاني صاحب ماتردې پخوانه وولیدلی خودرسنیوله لارې مې دهغه لږڅه ټول مضمونونه اوخپرونې لوستلې وي . په بله ویناکه څه هم  ما جهانې صاحب په فزیکي توګه همدااوس وپيژاندخودهغه دسیاسي فرهنګي فکر،نظریه اوتګلارې سره  لاډیرپخوااشناوم .  محترم ګل احمدشیریندل نه یوازې داچې دملاقات زمینه یې مساعده کړه بلکې  په ورین تندي سره دهغه دوه ورځي میلمانه هم پاتې شوو. دګل احمد په وینا،موږخودتاسوملاقات په اسمان کې لټولوخو اوس د الله ج په پیرزوینه سره په ځمکه کې ترسره شو. په همدې ترځ کې دیادولووړده چې ګل احمد اوزه یوبل دڅوکالونوراهیسې سره پيژنو . دلوی الله ج پېرزوينه وه چې آن په لومړي دیدن کې  دهیوادپه هکله  زموږدواړوملي اووطنپال تفکرسره یوشان وو . په تیره بیاموږدواړه  په دې خبره کې سره په یوه خوله ووچې دهیوادهرپښتون ته ښايي چې دخپلی مورنۍ ژبې لپاره خدمت وکړي اودبل قوم څخه دخدمت  تمه لرل بې ځایه ادعاده. په بله وینا دپښتوژبې اوفرهنګ وروسته پاتې کیدلو اصلي لاملان پخپله پښتانه دي .
 


دحجرې  مجلس پيل :
  دمعرفي کولوڅخه وروسته زموږترمنځ دحجرې مجلس زورواخیست .بحث دومره توداوخوږوه چې ګردسره به چای اوخوراکي شیان ساړه پاتې شول . دخپلمنځي خبرو اتروپه ترځ کې  دنوبت ترلاسه کول هم دومره اسانه کارنه وو. داځکه چې ماخودوه نورپاتې ملګري هم تاسوته لانه دي درپيژندلي . دلته خودښاغلي  ډاکترصاحب حکمت الله حکمت اوښاغلی احمدالله  اڅکزی څخه خبري کیږي . هغوی دواړه دومره وطنپال ملي اوعلمی شخصیتونه دي چې ساری نه لري . دهغوی سره زماملاقات دالله ج یوه بله پېرزوینه وه .څرنګه چې دڅلورویارانونظرونه تقریباسره یوشان وو،نوکله به چې یوبرخه وال یوه موضوع تریوه ځایه پرمخ بوتله  نوهغه بل ملګري به ورپسې پاتې برخه مکمله کړه .  مجلس دومره خوږووچې په دې تړاوماته دپښتوژبې یوه لنډۍ راپه یادشوه .


قرت غوړي به خورمه   لاس به ترمړونده غوړومه


کله چې دیارانومجلس خپل اوج ته ورسیدنوپه دې ترځ کې په  تنکي ځوان احمدولي اڅکزی باندي دومره  جذبه راغله  چې عبدالباري جهاني ته يي وویل : (کاشکې الله ج زماپاتې عمرتا ته  دربخښلی وای ) . په نوموړې سپينه او زغرده وينا سره په ډاګه کیږی چې احمدولي اڅکزی څومره صادق ،وطنپال اومشرپال ملي شخصیت دي چې حتی دخپل ځان قربانی ته هم چمتودی . زماپه اندیوې داسې پریکړې ته  به یاداچې بل هیڅ ځوان اویاډیرلږځوانانان حاضرشي . 
تراوسه پورې ماپخپله داسې فکرکولوچې پرته له ماڅخه به په یوه دودپاله ټولنه کې بل داسې پښتون پيدانه شي چې دپښتون ټبرتاریخي فرهنګي غمیزې،بې سیوادۍ، بدبختۍ،تربګنۍ ،بې اتفاقۍ،بې پروايۍ په هکله به دومره ځوریږي . خوکله چې د عبدالباري جهاني سره معرفي شوم اودوه شپې ورځې موهراړخیزسیاسي ،فرهنګي ،ولسې اوکتابي بحثونه یوپه بل پسې پیل کول نوراته بیخي ثبوت شوه چې دښاغلي جهانې اوزماترمنځ دپښتون ټبرغمیزې په تړاوتوپير دومره زیات دی لکه دپینځه لسمې ورځ ځلانده میاشت یې چې د آسمان لږځلانده ستوروسره  لري .
ليکوالان ، شاعران، پوهان، اوقامي   مشران لکه  د یو قام او ملت سترګې (څراغ) ګڼل کیږي . که هرعالم ، شاعراوقومي مشر چې خپله پوهه عملي نه کړي ‏داسې مانالري لکه یوړوندسړی چې څراغ یې په لاس کې وي اوپخپله ورڅخه ګټه نه شي پورته کولای بلکې نورخلک دڅراغ رڼا په مرسته لاره پیداکوي .  خوعبدالباري جهاني دعمل ډګرته راوتلی دی او د افغان پښتني ټولنې یو هڅاند او نوښتګر ادیب شاعراولیکوال دی .
دخبروپه ترځ کې ماته دلمرپه شان ښکاره شوه چې زماپه اند عبدالباري جهاني نه یوازي دپښتوژبې دشعراودب بې ساری ځلانده ستوری دی بلکې ددې په څنګ کې الله ج هغه ته  دمشرتوب لږڅه ټول خواص ورپه برخه کړي دي . دهرقوم لپاره خو الله ج یووخت مشرنازل کوي .
ایاکیدی شي چې همدااوس داوخت رارسیدلی وي اودامشرجهاني صاحب نومیږي  ؟


 په همدې لنډ ملاقات کې  دهغه کرکټر په لاندې ډول بیان کوم :‏
  دی یو دروند  شخصیت دی  او الله ج ورته ځانګړې ژبه اوکلام په نصیب کړې ده . دی د نرم او لطیف مزاج اوملي احساس د ‏نیکو اوصافو او لوړو اخلاقو خاوند دی . دی دخپل وطن اوملت سره ځانګړې مینه لري . د ده په ذهن او روان کې خپلواکۍ ، ‏دیموکراسۍ  اووطنپالۍ احساس پوخ شوی دی سپین زړه ،خوښ طبیعته  اوصادق افغان دی ، زړه سون اوسوله ‏غوښتونکی دی، دملي  روحی  پالونکی دی . په ده کې دمشرتوب  لږڅه ټول خواص شته دي
 
په ډیره ملاقاتي مینه
 
نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
ځای : دجرمني هیواد
نیټه : داکټوبرمیاشتي څوارلسم ۲۰۱۲ ل کال