دامريکا غږډيوې راډيو د خبر له مخې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دبهرنو او کورنيو خبري ادارو په ضددگامونو اخستو دپاره خپلو وسله والو ته لارښوونې کړي دي برطانوي خبري اژانس دپاکستان دکورنو چارو دوزارت ديو چارواکي له خولې دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي چې خفيه ادارو دحکيم الله محسود او دهغه ديو وسله وال نديم عباس ترمينځ خبرې اترې ټيپ کړي دي.په دغه خبرو کې حکيم الله محسود خپل جنگيالي نديم عباس چې په انتقامي هم پيژندل کيږي ته دابلاغي ذريعو په ضد دگامونو اخستو وينا کړې.دکورنيو چارو وزارت وائي دپاکستاني طالبانو مشر ياد شوي جنگيالي ته په پلازمينه اسلام اباد، پينډۍ، لاهور، پيښور،کراچۍ او دهيواد بيلا بيلو برخو کې دابلاغي ذريعو ددفترونو او دهغوي دهاغو خبريالانو دپه نخښه کولو وينا کړې ده کوم چې په ملاله يوسفزۍ دشوي بريد څخه وروستو په طالبانو نيوکې کوي.په سوات کې دطالبانو له لوري په 14 کلنه طالب علمې ملالۍ يوسفزۍ تيره ورځ دطالبانو له لوري دترسره شوي بريد څخه وروستو په پاکستان کې په اولسي کچ په طالبانو سختې نيوکې روانې دي او دحکومت او امنيتي ادارو څخه دهغوي په ضد دکلکو گامونو اخستو غوښتنې زور نيولى دى.په ميډيا کې هم دطالبانو په ضد دکرکې او غصې څرگندونه کيږي.سرچينې وائي دحکيم الله محسود دټيلي فوني خبرو اوريدو څخه وروستو حکومت په ټول هيواد کې دميډيا دفترونه دسختې څارنې لاندې ساتلي او دهغوي دامنيت سختولو امر يې کړى دى.داخله وزارت وائي دخبريالانوترڅنگ هاغو مذهبي مشرانو او علماؤ ته هم دسمبال اوسيدو غږ شوى دى چاچې په ملاله يوسفزۍ دشوي بريد غندنه کړې ده.