پېښور: د پاکستان پوځ وايي،دډاکټرانود ډلې او د ملالې د کورنۍ له پريکړې څخه وروسته يې حکومت ملاله يوسفزۍ د درملنې لپاره بريتانيا ته ولېږله. ډاکټرانو دغه پريکړه نن سهار وکړه ،په هغه اعلاميه کې چې دپوځ له خوا خپره شوې راغلي، هغه هوايي امبولانس چې ملاله په کې وه له اسلام اباد څخه يې د بريتانيا پر لوري الوتنه وکړه.دغه الوتکه د متحده عرب اماراتو له خوا پاکستان ته په واک کې ورکړل شوې ده.د پاکستان پوځ وايي د دې لپاره چې ملاله په فزيکي او رواني لحاظ اوږدمهالې درملنې ته اړتيا لري نو بريتانيا ته يې وليږله د درملنې لگښت به يې د پاکستان حکومت ورکوي د پاکستاني پوځ د رسنیز دفتر د مسوولینو په وینا، د ډاکټرانو له پرېکړې وروسته په سوات کې د وسله والو طالبانو په برید کې ټپي شوې ملاله یو سفزۍ د درملنې لپاره برتانیا ته لېږدول شوې ده.د پاکستان د دولتي ټیلویزون په رپوټ کې ویل شوي، چې د ډاکټرانو بورډ د دوشنبې په ګهیځ دغه پرېکړه وکړه.د پاکستاني پوځ د رسنیز دفتر په خبره ملاله په هغه الوتکه کې برتیانیې ته یووړل شوه، چې د امبولانس اسانتیاوې هم لري او د عربي متحده اماراتو له خوا پاکستان ته استول شوې وه.د پاکستاني ټیلویزیون په رپوټ کې د اهم ویل شوي، چې د ملالې د درملنې لګښت د پاکستان حکومت پر غاړه اخېستی. “د درملنې لپاره بهر ته د لېږدولو لپاره همدا اوس مناسب وخت دی، چې د ملالې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی او کولای شي سفروکړي.”ډاکټران وايي بهرته د ملالې د لېږد پرېکړه د هغې له مور او پلار سره له سلا مشورې وروسته وشوه.ډاکټرانو ویلي، چې باید تر اوږدې مودې پورې د هغې درملنه وشي، چې بدني او ذهني ټپونه يې ورغیږي.د ډاکټرانو په خبره، چې د درملنې لپاره بهر ته د لېږدولو لپاره همدا اوس مناسب وخت دی، چې د ملالې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی او کولای شي سفروکړي.د پاکستاني پوځي ډاکټرانو یوه ډله هم له ملالې سره یوځای ده.