کور / تازه خبرونه / غزنى : ٤ وسله وال وژل سوي

غزنى : ٤ وسله وال وژل سوي

د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په اندړو اولسوالي کي څلور وسله وال وژل سوي .
چارواکي وايي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله ئې په ياده سيمه کي پر يوې پوستې د بريد تکل لاره .
د يادي اولسوالۍ اولسوال محمد قاسم د بريد پخلى کوي او وايي چي دا پېښه د ناني په سيمه کي رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې څلور وسله وال وژل سوي.
نوموړى وايي چي په دې بريد کي دوى او ملکي اړخ ته کوم زيان نه دئ اوښتى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.