ياد شوى كمپاين د يكشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې د ولايت مقام د دفتررئيس محمدلعل احمدي اويوشميرروغتيايي مسؤلينوگډون درلود پيل شو.
ددې مراسموپرمهال د ولايت مقام د دفتررئيس وويل چې له بده مرغه په هيواد كې هم يوشميرماشومان د همدې ناوړه ناروغى له امله كړيږي چې ددې ناروغى بيلگې د هيواد د ځينو نوروولايتونوترڅنگ په هلمند كې هم ليدل كيږي اودا مهال اته تنه ماشومان ترې كړيږي.
هغه له كورنيو،ملا امامانواود ښوونځيوله ښوونكوڅخه وغوښتل چې په دې برخه كې خلك په پوره توگه وپوهوي ترڅوپه هركمپاين كې هغه ماشومان چې عمرونه يې ترپنځوكلونوكم دي د پوليوپه وړاندې واكسين شي.
ورپسې د هلمند د عامې روغتيا رياست د كتلوي معافيت آمرډاكترعبيدالله داود زاده وويل چې دا كمپاين به په دريوورځوكې په ټول هلمند كې ترسره اوپه لړكې به يې پنځه سوه زره ماشومان چې عمرونه يې ترپنځوكلونوكم دي واكسين كړل شي.
د نوموړي په وينا چې ياد كمپاين په مارجې اونادعلي ولسواليوكې ځكه نه پلى كيږي چې په نوموړوولسواليوكې يوه اونى وړاندې دا لړى ترسره شوې ده.