کور / تازه خبرونه / ايزومي ناکاميتسو کندهار ته سفر وکړ

ايزومي ناکاميتسو کندهار ته سفر وکړ

کندهار افغانستان- د آسيايي هيوادونو او منځني ختيځ لپاره د ملګرو ملتونو د څانګي مشري نن کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې د امنيت او ولسواکۍ په باب له افغان لوري سره نظريات تبادله کړل.
آغلې ايزومي ناکاميتسو چي له اره د جاپان هيواد اوسېدونکې او دامهال په نيويارک کي د ملګرو ملتونو په عمومي دفتر کي وظيفه لري ٧ اوونۍ وړاندي پر دغه وظيفه باندي ټاکل سوي او له امريکې دباندي لومړى سفر يې افغانستان ته کړى دى.
نوموړي نن لومړى له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل او هلته يې د ولايت د عمومي امنيتي، حکومتداري او پرمختيايي حالت په اړه هر اړخيزه معلومات تر لاسه کړل.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا اغلي ايزومي ته وويل چي په کندهار کي امنيتي حالت په تدريجي توګه ښه سوى او د مخالفينو څخه هغه سيمي او دوې ولسوالۍ چي کلونه کلونه يې په لاس کي بيرته تر لاسه سوي دي، خو په خبره يې چي خلکو ته د کارونو پيداکولو په برخه کي بايد زيات کوښښ وسي څو هغوى د بېکارۍ له خاطره د مخالفينو سره يو ځاى نه سي.
نوموړي په ټنګار سره وويل چي بايد د کوکنارو د کښت سره د مبارزې په برخه کي نوري رښتيني هڅي وسي ترڅو هغه بزګران چي د مجبورۍ له خاطره کوکنار کري هم ددې بوټي له کر څخه منع کړل سي او روا او قانوني حاصلاتو او توليداتو ته يې مارکېټونه پيدا سي.
والي زياته کړه چي د مسلکي کدرونو روزنه او ښځينه طبقې ته دکارونو زميني برابرول هغه دوه ټکي دي چي کولاى سي د امنيت د سمون سره لا زياته مرسته وکړي او د جنګ جګړو ريښې له دې سيمي ووزي.
هغه يادونه وکړه چي د پروژو ډول ته دي تغير ورکړل سي او د لنډمهالو هغو پر ځاى دي اوږدمهالي پروژې سرته ورسيږي ترڅو د ډېر عمر لپاره د خلکو د استفادې وړ وي.
نوموړي همدا ډول د تبليغاتو پر زياتوالي او ددې برخي لپاره د يوې جامع ستراتېژۍ جوړوني او نړيوالو مرستو باندي ټينګار وکړى او زياته يې کړه چي ددې برخي د قوې کېدا سره کېداى سي اوسنى مشکل تر ډېره ځايه حل سي.
د منځني ختيځ او آسيا لپاره د ملګرو ملتونو دې مشري کندهار ولايت ته په ننۍ سفر کي د امنيتي ارګانونو له مسؤلينو، سولي شورا، ولايتي شورا، ديني عالمانو، مدني نهادونو او د ښځو چارو له ادارو سره وکتل او د روانو حالاتو په اړه يې د هغوى نظرونه هم واورېدل.
د امنيتي ارګانونو مسؤلينو په خپلو خبرو کي ټنګار کاوه چي د افغان ملي امنيتي ځواکونو د پر ځان بسيا کېدني لپاره بايد دغه ځواک ته اړيني وسايط او لوازم ورکړل سي.
ددوى په وينا چي دامهال مخالفينو په په ټولو برخو کي خپل توان له لاسه ورکړى او يوازينى چى دوى ورڅخه استفاده کوي هغه د سړک غاړي بمي بريدونه دي خو په خبره يې چي بايد ددې بريدونو د مخنيوي او د ماينونو د کشف لپاره اړين کشفي الات افغان ځواکونو ته ورکول سي.
آغلې ايزومي ناکاميتسو په ننۍ ليدنه کي وويل چي ددې دغه سفر يوازي په دې موخه و چي له محلي ادارې څخه واوري او د امنيت په سمون کي دهغوى له غوښتنو او وړانديزونو څخه خبره سي.
هغې يادونه وکړه چي د خپل لومړني کاري سفر لپاره يې ځکه افغانستان انتخاب کړى چي ددوى لپاره زيات اهميت لري او غواړي د خپلي کاري مودې زيات تمرکز دغه هيواد ته ورکړي