کور / تازه خبرونه / هلمند : د ماين چاودني ٢ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند : د ماين چاودني ٢ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يو ښخ کړل سوي ماين د چاودني له کبله دوو تنو کوچنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
په دې اړه لراوبر ته يو ه خبرپاڼه هم د هلمند ولايت مقام له لوري رالېږل سوې چي پکښي ويل سوي چي ياده پېښه د جمعې په ورځ رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې يو کوچنى وژل سوى او يوه کوچنۍ ټپي سوې ده .
خبرپاڼه دا د وطن د دښمنانو کار بولي.