دپښتو ځينو ويبپاڼو په خپلو تګلارو کي د اصلاحاتو ږغ کړی چي دښه کېدوپه نيت يې دا کار دستايلو دی. د ويبپاڼو نوې دا تګلاره چي وايي ليکوال دي خپله ليکنه يوازي يوې ويبپاڼي ته وسپاري خو که يې نوري ويبپاڼي خپروي. نو د اصلي خپرونکي ويبپاڼي چي لومړی يې ليکنه خپره کړې وي هغه دي يې نوم ياد کړي. پر ځای اود ملاتړ وړ کار دی. دا کار په لوستونکو او ليکوالو کي د رښتياګو زيات ملاتړ لري او مخالفت يې ډېر زيات نه دی. که وي هم ځيني هغه ليکوال به يې خوابدي کړي وي چي دليکني څخه يې لوستونکي تر ډېره دنامه او شهرت اخيسته کوي.
پردې سربېره هره پښتو ويبپاڼه چي په ښکاره دخپلواکۍ ادعا کوي دا حق لري چي دخپلي ښکاره تګلاري له مخي کومه ليکنه خپروي او کومه نه خپروي. ددې کار حق هيڅوک نه سي ځني اخيستلای.
خو د ويبپاڼو دچلوونکو دپاره دا کار چي په مستعار نامه ليکنه يوازي دهغه چا دا خپروي چي دوی يې پېژني يوڅه د عجبه کار مالوميږي. هغه په دې چي که دليکوال نوم ښکاره وي او که پټ وي که يې ويبپاڼي چلوونکي پېژني او يا يې نه پېژني که ليکنه د افغانستان دملي ګټو، ملي ارزښتونو په ګټه وي دا که په مستعار نامه وي او که په ښکاره نامه وي دخپرېدو حق لري. لکه څنګه چي ويل سوي چي ځيني ګومارل سوي ليکوالان دپښتنو دمشرانو دسپکاوي دپاره دپرديو په لمسون په مستعار نامه ليکنه کوي. نو يې ځکه ليکني نه خپروي. دلته پوښتنه داده چي دا خبره په مستعار او نه مستعار پوري هيڅ اړه نه لري. که يو ليکوال چي نوم او پته يې هم څرګنده وي خو ليکنه يې د افغانستان دملي ګټو پر ضد وي دا ددې ليکوال په نامه پوري هيڅ اړه نه لري. کيسه ټوله ددغه ښاغلي ليکوال په کار او نيت کي ده.
ليکوال که ځان ښکاره کوي او که يې پټوي دا مهمه نه ده ليکنه يې مهمه ده چي ليکلي يې څه دي.
دا خبره له چا څخه پټه نه ده چي افغانستان دنړۍ د څارګريزو ادارو ځالګۍ ده. زيات شمېر افغانان په داخل او بهر کي
ددغه ادارو مامورين دي کار پکښي کوي. سړی داسي نه سي ويلای چي دا ټول افغانان به بې ايمانه وي اودپښتنو په خوږ به خوږمن نه وي که څوک ځان ښکاره کول نه غواړي او ځيني داسي مسايل چي هغه يې له ټول پښتون ملت سره شريکېده وغواړي نو يواځينۍ لار يې همدغه دپښتو ويبپاڼي دي. په دغسي حالت کي که يو پښتون له خپلو پښتنو سره يوڅه شرېکېده وغواړي او ويبپاڼه له هغه څخه دهويت پوښتنه وکړي او ليکونکي يې ورته ويلای نه سي ځکه چي باور نه سي په کولای. نو هغه بايد څه وکړي؟
په دغسي حالت کي پوښتنه دا پيداکيږي چي دپښتو ويبپاڼي چلوونکي دليکوال په پېژندګلوي څه کار لري؟ که دليکوال ليکنه د خپرولو وړ نه وي نو نه دي يې خپروي.
زما په نظردپښتو ويبپاڼو دغه ډول تګلار اعلانول ټولو هغو پښتنو ليکوالوته چي په داسي حساسو ادارو کي کار کوي چي سر وکار يې له اوسني جنګ او څارګرانو سره وي دپښتني ليکوالو د ږغ او قلم ځپل دي. ددې اعلان مانا داده چي اې پښتون ليکواله هرځای چي کار کوې. سم ښوره. ستا ږغ او ليکنه تر پښتنو پوري نه سي رسېدلای. ياني دپښتو ويبپاڼو چلونکو سره تماس مه نيسه. ځکه ويبپاڼي چلونکي دهويت پوښتنه درڅخه کوي او دحساسو ادارو څخه نه سې پټېدلای.
ددې خبري يو بل ښه مثال دخطاب ټلوېزون په يوه خپرونه کي ښاغلي خطاب ته کوم يو داسي افغان ټليفون وکړ چي
په افغانستان کي يې له بهرنيو ځواکونو سره کار کړی و او غوښتل يې چي ځيني داسي خبري وکړي چي دپښتنو په ګټه وې. خو ښاغلي خطاب په بېړه په خبرو کي ور ولوېد اودخپل ټليفون لمبر يې ورکړ چي زما سره بيا تر خپروني وروسته په ټليفون کي خبري وکړه. دا خبره په ډېره اسانۍ درک کېدلای سي چي اوسني پښتو ټلوېزونونه له لويه سره دپښتنو په تاوان او ديرغلګرو په ګټه خپروني کوي. ځکه چي د باوري سرچينو له مخي اکثرو ته يې هغوی پيسې ورکوي.
ما څه موده مخکي دبېنوا ويبپاڼي لپاره په مستعار نامه ليکني کولې. ښاغلي خالد هادي حيدري چي دبېنوا ويبپاڼي چلوونکی دی ماته يې دخپلي ويبپاڼي پاس ورډ هم راکړی و او په وارو واور مو په ټليفون کي خبري سره کړي وې. ما کله نا کله ليکني ور استولې او هغه به خپرېدې. خو يوه ورځ يې په ټليفون کي را ته وويل چي دوی دهغه چا ليکني خپروي چي بايد دټليفون لمبر او دبرېښناليک ادرس يې ولري. زه دښاغلي خالدي حيدري دې خبري يوڅه ځکه اريان کړم چي نه يوازي زما دټليفون لمبر او برېښناليک ور مالوم و او زما يو شمېر ليکني په بېنوا ويبپاڼي کي خپرې سوي وې. پردغه ټولو سربېره يې هم د ټليفون لمبر او برېښناليک په ځانګړي برېښناليک کي راڅخه وغوښتل. خو تر دې وروسته چي به ما کله ليکنه پر ليکه کړه نو هغه به دکابل د رژيم په ګټه سانسورېده. له هغې وروسته مي دهمکارۍ څخه لاس واخيست.
پر افغانستان باندي يو ولس کلن تحميل سوي جنګ پښتانه ليکوالان پر دو برخو وېشلي دي.
يوه ډېره کوچنۍ ډله خو په پيسو زوروره په افغانستان کي د امريکا او ناټو لښکرو حضور په ظاهره د افغانستان په ګټه او دوستان يې بولي اوکه دا نخښه رښتيا ده د دوی حضور دمتقابلو ګټو او متقابل احترام په مانا تعبيروي. خو ګاونډيان د افغانستان يوازيني، ازلي او تر ټولو خطرناکه غليمان بولي. بله ډله د غربي ځواکونو حضور د افغانستان دملي ګټو په تاوان بولي او په دې نظر دي چي په تېرو يولسو کلونو کي چي د افغانستان دملا شمزۍ ياني پښتنو څونه اقتصادي، سياسي او جنګي ضربې خوړلي او ځپل سوي اوتر اوسه سمدلاسه ځپل کيږي. د افغانستان په شمالي سيمو کي دپښتنو سره ظلمونه له خپلو سيمو څخه شړل. دکندهار ولايت دژړۍ په دښت کي مېشتول او بيا د ژړۍ دښت ته د ملګرو ملتونو په مرسته دګوډاګي کرزي له خوا د ولسوالۍ درجه ورکول دا مانا لري چي دا پښتانه بايد بيرته شمال ته غبرګ نه سي او همدلته پاته سي. دا په خپله په ليري راتلونکي کي د افغانستان د تجزيې او دګوډاګي رژيم د تګلاري برخه مالوميږي. پښتانه کوچيان له پېړيو راهيسي دخپلو څړځايونولکه بهسود او نورو سيمو څخه وشړل او بند کړل سول.
له پښتانه څخه دمطلق اکثريت په توګه خپل حق واخيستل سو، ژبه يې دملي حيثيت له مقامه راواچوله سوه،
ملي جرګه يې ځکه په دوديزه جرګه وربدله کړه چي سياسي او کلتوري نفوذ يې ور کم کړي. دملي سرود په نامه داسي شعر ورته وټاکل سو چي دبېلابېلو قومونو نومونه پکښي ياد سوي او ښکاره مقصد يې د افغانستان دملي وحدت ماتول او دپښتنو پر حق ديو ډېر لوی اکثريت په توګه دسترګو پټول دي.
په تېرو يولسو کالوچي له پښتنو سره څه سوي دي دګاونډيو په لاس وهنه کي يې تصور هم نه سي کېدای.
پردې سربېره داسي افغانان پښتانه هم سته چي په سر کي يې دلوېديځ يرغل په دې هيله په کاږه مغزي ومانه چي د افغانستان تللی حيثيت او دګاونډيو د لاس وهني څخه به خلاص سي. خو دې کسانو دا خيال ګردسره نه کاوه چي د افغانستان لږکي به تر تر خپل حق او فيصدۍ څو چنده برخه څه چي ټول واک به لوېديځ په لاس ورکوي او په سر کي به يې يو سمبوليک بې کفايته اوبې واکه تش په نامه افغان کښېنوي. هغه کس چي هر حرکت او خوځښت يې دپرديو په لاس کي دی. دکابل هغه حکومت چي د زيات وکم ۴۶ غربي هيوادونو دلښکرو په حضور کي د دوی په خوښه جوړ سوی او سکڼل سوی دی. د اساسي قانون په نامه الایده قانون ديوې مصنوعي لويي جرګې دلاري ورته تصويب کړل سوی دی دنړۍ هيڅ بشري قانون او کتاب به دې ډول واکمن، حکومت او اساسي قانون ته دمشروعيت نوم ور نه کړي.
ځيني خوپه ډېره سپين سترګۍ روان يولس کلن جنګ دپښتنو لپاره تاريخي فرصت ګڼي او لاس ته راوړني يې يادوي.
خو که ددې ښاغلو څخه وپوښتل چي کومي برياوي؟ دغه برياوي چي ما مخکي يادي کړې؟ په تېرو يولس کلونو کي يوه مهمه غټه پروژه دبېلګې لپاره نه سي يادولای خو بيا يې هم که دا نخښه رښتياده لاس ته راوړي يې بولي!؟
دا به ومنو چي د حکومتونو او نظامونو جوړېده او ويجاړېده له بهرنيو اغېزو څخه خلاس نه وي. خو که څوک افغانستان او پښتانه سم پېژني نو دا خبره په ډاګه مالومه ده چي دپرديو په لاس او سل په سل کي پر پرديو متکي حکومتونه په افغانستان کي نه چليږي اونه چلېدلي دي. نه هم دا ډول ظلمونه او نادودي چي پښتانه په تاريخ کي نه ول ورسره مخامخ سوي بې څه پاته کېدلای سي. دې ته پښتانه ليکوالان تاريخي ناورين وايي نه تاريخي فرصت.
طالبان که دچا خوښيږي او که نه په پښتني ټولنه کي تاريخي او ژوري ريښې لري. د افغانستان په ټولو لويو جنګونوکي
ديرغلګرو سره په جنګونو کي له انګرېزه ونيسه بيا تر روسانو او اوسنيو اروپايانو پوري لومړني داوطلبان او په خپله خوښه دهيواد او دين دفاع ته حاضرېدونکي طالبان او مذهبي طبقه ده. ويل کيږي چي ملي اتل ملامشک عالم د انګرېزانو سره په جنګ کي دونه کمزوري زوړ سړی و چي طالبانو پر کټ ګرځاوه خو د رزم روحيه چا نه سوای ور وژلای.
دميوند په تاريخي جنګ کي چي دپښتنو قومنده محمد ايوب خان کوله او دملالۍ يوې لنډۍ انګرېزي لښکر تار ونار کړل.
موږ تر اوسه خبريو چي په دې جنګ کي دپښتنو اکثريت جنګيالي څوک ول؟ دغه لاندي ولسي سندره يې ښه مالومات په لاس راکوي.
سردار محمد ايوب خان ويل طالبانو که مو جنګ وکئ
په مکه کي مو له ما سره قسم وکئ
ستاسي تر سر به کړم د سره اتلس شالونه
سردار محمد ايوب خان وکړه جنګونه
دخبري سپينېدو لپاره پښتانه ليکوالان پر پښتو خپلواکو ويبپاڼو چي که د رښتياګو خپلواکي وي دليکنو دخپرېدو حق لري.
ځکه چي مظلوم پښتون دخپل رښتيا ږغ د لوړولو حق لري. دا ليکوالان که پر هر نامه طالب بنسټپال ياديږي خو دا د جنګ يو اړخ دی خپلواکي رسنۍ سترګي نه سي ځني پټولای. خو که طالب مشرتابه لکه ګوډاګی کرزی غوندي دپښتنو پر روا حق لږ و ډېر سترګي پټي کړي او يا سياسي سوداګري په وکړي. نو په پښتنو کي داسي ليکوالان هم سته چي پر طالبانو به هم د رښتياګو نيوکي مانجه نه کړي.
خو تقريبأ ټوله پښتو ويبپاڼي کابل حکومت ته چي خپله دلوېديځ ګڼ شمېر سياستوال او ليکوالان يې ګوډاګی او مذدور رژيم بولي نو يو پښتون ليکوال يې ولي دا حق ونه لري چي دکابل حکومت، تش په نامه ولسي جرګه او اساسي قانون ته دتپل سويواو مذدورو بنسټونو په سترګه ونه ګوري. ولي پښتون ليکوال خپلي ملي ګټي نه پېژني او که يې خوا نه په بديږي.
په دغسي يو حالت کي پښتون ليکوال دا حق ولي ونه لري چې دکابل واکمن دقاموس په هرهغه ناروا نامه چي دلالت پر کوي ياد نه کړي. ځينو ويبپاڼو خو ان دپښتنو دحق له خطره دونه بېره احساس کړې چي پر ليکنو باندي تبصرې هم نه خپروي.
خپله ليکنه ديو شاعر په دې شعر پای ته رسوم چي وايي:
لاس که مو تړلي، خوله ګنډلې ترشکنجو لاندي
يو بل ته چي ګورو لا دميني هيلي ځواني دي.
دپښتنود نېکمرغۍ اودګران افغانستان دخپلواکۍ په ارمان.