پېښور:د ادم خېلوپه دره کې ځانمرګي برید شوې چې له امله يې ١٦ کسان وژل شوي برید په افغان مارکیټ د ننه د موټر له لارې ترسره شوي دى د کوهاټ کمیشنر صاحب زاده محمد رسنيو ته وویل چې په برید کې ١٦ کسان وژل شوي اوله شلو ډېر نور ټپیان دي.نوموړی زیاتوي برید په هغه سیمه کې شوی، چې د امن لښګر په نامه ډلې مرکز هم موقعیت لري.محمد انیس وايي، ظاهراً داسې ښکاري چې د برید هدف د امن لښکر مرکز و.پرهمدې مهال، د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین رسنیو ته ویلي چې د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته شپږ مړي وړل شوي په بريدکې له ٢٠ زيات دوکانونه ويجاړشوي او ٨ موټرې زيانمنې شوې د بريد پړه لاچا نه ده منلي