د پوهنې د اتلې ملالې یوسفزۍ ارادې ته احترام، لارې ته یې دوام او روغتیا ته یې د دعا غوښتنه
د میزان ۲۱ مه – ۱۳۹۱
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت پر ملالې یوسفزۍ د پوهې او علم د بزدلو دښمنانانو بې رحمانه حمله په کلکه غندي، نوموړې حمله د خدای پاک پر یوې تاکیدي فریضې باندې حمله ګڼي او د ملالې پياوړې ارادې ته د احترام په موخه د افغانستان ټولو ۱۵۵۰۰ ښوونځیو او تعلیمي موسساتو مسوولینو ته لارښوونه کوي چې سبا شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلې پر ۲۲ مه نېټه د هیواد د ملي سرود تر اوریدلو وروسته دې ټول زده کوونکي، طالب العلمان او محصلین آغلې ملالې یوسفزۍ ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د عاجلې شفا دعا وکړي.
څوارلس کلنه ملاله یوسفزۍ د ضیاالدین یوسفزي لور او د سوات د مینګورې اوسېدونکې ده. نوموړې ته د پوهنې په برخه کې د هغې د فعالیتونو له امله د سولې د سفیرې لقب او د ماشومانو د اسمبلۍ مشرتوب ورکړل شوی او ترڅنګ يې د خپل هیواد په کچه د سولې ملي جایزه هم اخیستې ده.
ملاله د ۱۳۹۱ کال د تلې پر ۱۸ مه هغه مهال، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه د سوات په مرکز مینګوره کې د وسله والو تر بې رحمانه برید لاندې راغله او پر سر او غاړه یې سخت ټپونه واخیستل. که څه هم دغه وحشیانه برید د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ولسونو او پوهنیزو کړیو لخوا په سختو ټکو وغندل شو، خو د پاکستاني طالبانو ډلې یې په ډېره سپین سترګۍ پړه پرغاړه واخیسته.
له دې سره سره، چې د ملالې یوسفزۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ډاکټرانو د پراخو هڅو په لړکې د هغې لومړي عملیات په بري سره تیر شول، خو نوموړې اوس هم د راولپینډۍ په یوه پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده او د مرګ او ژوند تر منځ لاس او پښې وهي.
د ملالې یوسفزۍ تر ټپي کیدو وروسته پر نوموړې برید تر ټولو وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس لخوا په شدیدو ټکو و غندل شو. ولسمشر حامد کرزي دغه کار د پوهنې، سولې، ثبات او پرمختګ د غلیمانو کرغېړن عمل وګاڼه.
ماشومه ملاله هغه لومړۍ نجلۍ ده، چې شاوخوا درې کاله وړاندې يې په سوات کې د یوې ډلې علم دښمنه کړیو لخوا د نجونو د تعلیم د بندېدو پر وړاندې خپل معصوم غږ پورته کړ او د ټولو نړیوالو غوږونو ته یې ورساوه. دغه کوچني خو پیاوړي غږ نه یوازې داچې، دسوات پر پښتنو د کېدونکي ظلم پر وړاندې د ولسونو د بېدارۍ پیغام خپور کړ، ترڅنګ یې په خپله ټوله سیمه کې د علم تړلې دروازې بېرته پرانیستې او زرګونو نجونو ته یې ښوونځي ته د تلو لار اواره کړه.
د پوهنې په برخه کې د ملالې یوسفزۍ دغه اتلولي موږ او نړیوالو ته د میوند د ملالې هغه فداکاري رایادوي، چې ټول افغان ولس ته يې د ازادۍ درس ورکړ او ځان یې د تاريخ اتله کړه. د سوات ملاله هم د ننۍ پوهې اتله ده او تاریخ به یې تل نوم ژوندی ساتي.
د افغانستان د پوهنې نظام چې په تیرو دریو لسیزو کې يې د دې ډول ناوړه بریدونو او پیښو تر ټولو ډیر درد زغملی، تر بل هر چا ډېر پر تنکۍ ملالې د برید درد او غم احساسوي.
همدې ناځوانمردانه او علم دښمنو بریدونو زموږ لسګونه زده کوونکي شهیدان، ټپیان او د ښوونځي له تګ څخه محروم کړي دي، خو خوشبختانه زموږ د معارف د ودې پر مخنیوي نه دي توانېدلي. د لوی خدای په مرسته زموږ د معارف نظام د ورځې په تیریدو پياوړی کیږي او د خپل پرمختګ پړاوونه وهي.
موږ ډاډه یو، لکه څنګه چې دغه ډول شومو بریدونو زموږ د هیواد د تنکي نسل د روزنې سپیڅلی کاروان له حرکت څخه نه دی پاتې کړی، په پښتونخوا او بله هره سیمه کې به هم د پوهنې مخه ډب نه شي کړای.
د افغانستان د پوهنې وزارت پر ملالې او د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره برخه کې پر نورو زده کوونکو برید پر انسانیت برید بولي او د تل په شان یې غندي. موږ په ډاډ سره وایو، چې دغه ډول بریدونه په افغانستان او د پښتونخوا په ګډون ټوله سیمه کې د پوهې د پیاوړتیا په موخه د ويښتابه را ژوندی شوی احساس نه شي وژلای او لا به یې پیاوړی کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت لخوا موږ ډاډ لرو، چې د معارف پر سپینو پرښتو د جهل د تورو کارغانو بریدونه افغان ولس له خپلې هغې سترې موخې او ارادې څخه نه شي را ګرځولی چې د خپلو وګړو د هر اړخیز پرمختګ لپاره یې په پام کې لري.
د افغانستان د اسلامي جمهورت د پوهنې وزارت له خپل علم پال ولس، علمای کرامو، قومي مشرانو او ټولو والدینو څخه هیله لري، چې د ملالې یوسفزۍ او د هغې په شان ټولو هغو سپېڅلو زده کوونکو ارادې ته پر احترام او عظمت سربېره، له خپل تعلیمي نظام، ښوونکو او زده کوونکو څخه ملاتړ وکړي او ددوی حفاظت او مصونیت د ځان وجیبه و ګڼي، د پوهنې د غلیمانو شومې ارادې له خاورو سره خاورې کړي او د خپلو اولادونو پرمخ د خدای پیژندنې، ځان پېژندنې او انسانیت پېژندنې ټولې دروازې د تل لپاره پرانیستې وساتي.
درنښت
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست