کور / تازه خبرونه / عمران خان په افغانستان کې روان جنګ جهاد ګڼي

عمران خان په افغانستان کې روان جنګ جهاد ګڼي

پېښور دازادۍ راډيو د خبر له مخې :د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په پېښور کې وويل؛ چې د افغانستان جنګ جهاد دي.عمران خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د جګړې په هکله څه نظر لري، وويل، چې د ازادي لپاره چنګ جهاد دی.هرڅوک چې د ازادۍ لپاره جنګېږي، هغه جهاد دي.
په افغانستان کې چې څوک د بهرنيانو پرضد جګړه کوي، هغوي جهاد کوي.”ده غوښتنه وکړه، چې په پاکستان کې دې د طالبانو د فعاليتونو د علت په اړه پلټنې وشي .د پاکستان د پوځ پخواني افسر اسد منير د عمران خان پر څرګندونو د تبصرې په مهال وويل؛ چې له نړيوالو ايتلافي ځواکونو سره په جګړه بوخت وسله وال طالبان افغانستان ته د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو تر راتګ مخکې هم له خپلومسلمانو وطنوالو سره په جګړه کې ښکېل وو:زما په فکر عمران خان صاحب له دې نه دی خبر؛ چې د افغانستان جګړه تر دې مخکې پيل شوې، اووه کاله طالبانو جنګ وکړ، هغه وخت نه امريکا وه، نه روسيه وه او نه کوم بل بهرني ځواک. دوی د خپلو افغان مسلمانانو پرضد جګړه کوله. احمدشاه مسعود مسلمان او افغان و، ګلبدين حکمتيار مسلمان او افغان و، همدغسي رباني او نور چې دوی يې پرضد جنګ کاوه. کرزی هم مسلمان دي، وزيران، واليان او ټول چارواکي او مامورين يې مسلمانان دي.”د پېښور پوهنتون رييس او د اسلامي علومو کارپوه ډاکتر قبله اياز بيا د عمران خان څرګندونې د سيمې له حالاتو څخه د نوموړي د بې خبرۍ له کبله بولي:زه عمران خان د سيمې له چارو خبر کس نه ګڼم، فکر کوم څرنګه چې نوموړي د سيمې پر حالاتو نپوهېږي او د سيمې له سياسي پس منظره بې خبره دی؛ نو خبرې يې علمي اساس نه لري.”