پېښور:له ملالي یوسفزۍ سره ټپي شوې کاینات وايي حکومتي چارواکي ماته پاملرنه نه کوي هغې پر خپلو چارواکو نیوکه وکړه چې ټول دملالۍ سره په غم شریک دي او دې او بلي ټپي شازیې ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي دکاینات ریاض گيله دانه ده چې ولي ټول قوم په یوه لاس دملالۍ تر شا ودرېدو ،خو ددې گيله داده چې دوی هم دهغمدغې ملالۍ سره په یوه بس کې سپرې ټپیاني شوي دي او تراوسه ورته چا یوه ګولۍ هم نه ده ورکړې . هغه په داسي حال کې چې پر بستر پرته وه ویل یې چې خدای دې ملالۍ یوسفزۍ ته روغ صحت ورکړي . دا ماشومه چې له ملالي یوسفزۍ سره یوځای یې ښوونځی وایه دلسم ټولګي زدکوونکې ده او وايي چې تر جوړېدو وروسته به هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړي او غواړي چې په راتلونکو کې ډاکتره جوړه شي . ملالۍ یوسفزۍ ،کاینات ،او شازیه د اکتوبر پر ۹ نېټه وسله والو طالبانو په داسيحال کې په ګولیو وویشتې چې دسوات درې په مینګوره کې دوی له ښونځي څخه دکور پر لور دښوونځيپه ګاډي کې رواني وې .