کور / تازه خبرونه / نامعلومو کسانو دای ایس ای افسر وتښتاوه

نامعلومو کسانو دای ایس ای افسر وتښتاوه

اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې :نا معلومو کسانو د پاکستانۍ څارګرې ادارې ای ایس ای یو لوړ پوړی مسوول طاهر مسعود له کوره تښتولی. تښتوونکو د ‌طاهر مسعود موټر چلوونکی په ډزو ووېشت او ویې واژه.په رپوټ کې ویل شوي ، چې نوموړی د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له خپل کوره تښتول شوی دی. یو لوړ پوړي پوځي افسر د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته وویل چې داسې ډېر شک دی، چې تښتول شوی افسر سخت دریځو تښتولی دی.د لوړپوړي پوځي افسر په خبره طاهر مسعود یو کال مخکې د پاکستان له ځمکني پوځ څخه تقاعد شو، خو د یوه قرارداد له مخې یې د ای ایس ای لپاره کار کاوه.