کور / تازه خبرونه / کوثر:د ملالۍ يوسفزۍ حالت د انديښنې وړ دى

کوثر:د ملالۍ يوسفزۍ حالت د انديښنې وړ دى

پېښور: دخېبرپښتونخواوالي مسعود کوثرڅرگنده کړې چې د ملالۍ يوسفزۍ حالت د انديښنې وړ دى ،پينډۍ ته يې ليږدوو . اوس هم د کوماپه حال کې ده او بريد کوونکي يې پيژندل شوي دي د خېبر پښتونخوا ایالت ګورنر مسعود کوثر په پېښور کې خبریالانو ته وویل، چې د ملالې روغتیايي حالت اوس هم اندېښمنونکی دی.
د ګورنر په خبره ملاله به له پېښوره راولپنډۍ ته یووړله شي.ګورنر دا هم وویل، چې بهر ته د هغې د لېږدولو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.له دې مخکې له اې ایف پی خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د ملالې تره سعید رمضان ویلي و، چې ډاکټرانو ورته له عملیاتو وروسته د ملالې د ښه روغتیايي حالت په اړه ډاډ ورکړی. د ده په خبره ډاکټرانو ورته ویلي و، چې ملالې لږ حرکت هم کړی، خو اوس هم بې هوښه ده.دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي له جراحي عملیاتو وروسته به ملاله تر دوو ورځو پورې بې هوښه ساتل کیږي، چې دماغ ته يي زیان ونه رسیږي.
د نوموړي په خبره په داسې حالت کې هرڅه ممکن دي.بل لور ته د امریکا متحده ایالاتو د ملالې د درملنې لپاره د مرستې وړاندیزکړی. امریکايي چارواکو ویلي که له پاکستانه بهر ته د ملالې د لېږدولو لپاره په ‌طبي الاتو سمبال الوتکې(ایرامبولانس) ته اړتیاوي، نو متحده ایالات چمتو دي، چې دغه ډول الوتکه پاکستان ته ولیږي