کور / تازه خبرونه / راجه پرویز اشرف:له بلوچ مشرانوسره خبرواترو ته چمتویو

راجه پرویز اشرف:له بلوچ مشرانوسره خبرواترو ته چمتویو

اسلام اباد:دپاکستان لومړی وزیر راجه پرویز اشرف په دغه هیواد کې له ټولو بلوچومشرانو سره دخبرواترو لپاره دحکومت دچمتوالی خبر ورکړ او وې ویل دبلوچستان ستونزه یو سیاسی مشکل دی او حکومت ګروهنه لري دمخالفو اوموافقو پشمول ټول بلوچ مشران چې له حکومتونو کړیدلی دي او خپه دي له کومې ویرې او اندیښنې پرته په دغو خبرو اترو کې ګډون کولی شي دپاکستان لومړی وزیر ټينګار وکړ په بلوچستان صوبې کې دشفافو انتخاباتو ترسره کیدا ددغې صوبې دخلکو دمشکلاتو دحل لپاره مناسبه حل لاره ده . دپآکستان دلومړی وزیر څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کیږي چې امریکا یوه موده کیږي له پاکستانه دبلوچستان دجلا کولو لپاره یو لړ خوځښتونه پیل کړي دي . په عین حال کې دپاکستان حکومت هم هڅه کوي څو دخپه بلوچو مشرانو دخبرواترو میز ته دکاږلو او دبلوچومشرانو پشمول دپاکستان دټولو ګوندونو په شتون سره ددغې صوبې ستونزې حل کړي .