کابل: د پژواک د خبر له مخې حامد کرزي د سوات د مينګورې په سيمه کې د ښځو د حقونو په فعالې ١٤ کلنې ملالې يوسفزۍ بريد، چې له امله يې ټپي شوې ده، په کلکه وغانده.د خپرو شويو راپورونو له مخې، ملاله يوسفزۍ د سوات د منګورې په سيمه کې د ښځو د حقونو فعاله، د ډيورند له کرښې هاخوا تېره ورځ هغه مهال ، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه، تر بريد لاندې راغله.راپورونه کاږي، چې ملاله پرغاړه او سر سخته ټپي شوې ده او اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي : ” هغه ( ملاله) د ترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې يوه فعاله مبارزه کوونکې ده ، د ماشومانو د حقونو هالنډي سازمان د ماشومانو د سولې د نړيوالې جايزې لپاره د اکتوبر د مياشتې په وروستيو کې دهغې په نومولو سره د نوموړې زړورتيا او رهبري په رسميت وپېژندله. “حامد کرزي په ملاله يوسفزۍ بريد په کلکه غندلى او د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته يې د بېګناه خلکو او معارف اهل وژل دهغو کسانو کار بللى ، چې د اسلام له سپېڅلي دين سره، چې د علم زده کړه يې په نارينه او ښځه فرض کړى ، دښمني کوي. هغه زياتوي: ” يواځې هغه کسان، چې د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو د خلکو د پرمختګ او ودې مخالف دي، په داسې جنايت لاس پورې کولى شي. د حامدکرزي دوينا “بشپړمتن په دې ډول دى
حامد کرزي د ترورېزم او افراطیت پر خلاف پر فعالې مبارزې ملالۍ یوسفزۍ تروریستي برید په کلکه وغانده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ښځو د حقونو پر فعالې او د ترورېزم او افراطیت پر خلاف مبارزې ملالۍ یوسفزۍ تروریستي برید چې د هغې د ټپي کېدو لامل شو، په کلکه وغانده.د راپورونو له مخې، څوارلس کلنه ملالۍ یوسفزۍ، د سوات په منګوره سیمه کې د ښځو د حقونو فعاله، نن په داسې کې چې له ښوونځي څخه د کور په لور روانه وه، پرې تروریستي برید وشو او د سر او غاړې په برخه کې په شدیده توګه ټپي شوه چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.یوسفزۍ چې د ترورېزم او افراطیت پر خلاف یوه فعاله مبارزه ده، د ماشومانو د حقونو هالنډي سازمان، د اکتوبر په وروستیو کې د ماشومانو د سولې، شجاعت او رهبرۍ نړیوالې جایزې ته د هغې نوماندېدل په رسمیت وپېژندل.د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پر ملالۍ یوسفزۍ د تروریستي برید د غندلو په ترڅ کې، د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د بې ګناه او اهل معارف خلکو وژل د هغو کسانو کار وباله چې د اسلام له مقدس دین سره چې د علم زده کړه یې په هر نارینه او ښځینه فرض ګرځولې، دښمني لري.ده زیاته کړه: یوازې هغه کسان چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د خلکو له پرمختګ او سوکالۍ سره مخالف دي، کولای شي په داسې جنایت لاس پورې کړي.جمهور رئیس د لوی خدای ج له دربار څخه ملالۍ یوسفزۍ ته د روغتیا هیله وکړه.
.