ميرعلي :پرقبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې پنځه تنه وژل شوي دي.د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې يوه ځايي دولتي چارواکي عرفان رسنيو ته وويل ،چې دا بريد نن سهار وخته شاوخوا څلور نيمې بجې د ميرعلي په هرمز کلي کې پر يوه کور شوى دى.هغه زياته کړه ،چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر دغه کور څلور توغندي ويشتلي ،چې له امله يې پنځه تنه وژل شوي ، خو نوموړي د وژل شويو کسانو په اړه معلومات نه درلودل.د عبدالجليل په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې تر بريده وروسته د سيمې وسلوالو ياد کور کلا بند کړ او