سوات :د خیبر پښتونخوا په سوات کې نامعلومو وسله والو د ښوونځي پريوګاډي ډزې وکړې، چې په کې د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ په شمول درې نجونې ټپیانې شوې. دغه پېښه د سې شنبې په ورځ د سوات په مرکزي ښار مینګوره کې وشوه د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان رسنيو ته په ټیلفون وویل چې په ملاله یوسفزۍ دوی برید کړی.د نوموړي په خبره په هغې يي ځکه برید کړی، چې د ملالې فکر د طالبانو ضد او سیکولر و او دا چې هغې د خپل دغه فکر په ډاګه څرګندونه هم کوله، نو له همدې امله پرې د دوی ملګرو برید وکړ.په سوات کې د طالبانو د اوج پر مهال د ماشومانو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په ویاړ د پاکستان حکومت هغې ته د سولې جایزه ورکړه. نوموړې په ۲۰۱۱ کال د ماشومانو لپاره د سولې نړیوالې جایزې ته هم نومانده وه.ملالې یوسفزۍ په سوات کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ له عملیاتو مخکې دسیمې پر حالاتو د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم یاداشتونه لیکل او شهرت يي وموند.ملاله دسوات د مینګورې اوسېدونکې وه. په سوات کې له ۲۰۰۹ کال مخکې حالات ډېر ترینګلي وو او د سخت دریځي مذهبي مشر مولانا فضل الله پلوي جنګیالي د دسوات درې په اکثر سیمو واکمن وو.هغه وخت په سوات کې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو. هاغه مهال په سوات کې د دغه ډول حالاتو په اړه په رسنیو کې هم د طالبانو له ډاره ډېر څه نه ویل کېدل. خو ملاله که څه هم کوچنۍ وه، جرات يي وکړ او له مینګورې نه يې د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم لیکنې پیل کړې.دې لیکنوچې له بي بي سي نه د یاداشتونو په بڼه خپرېدې دومره شهرت وموند، چې د نوموړې لیکنې نورو نړیوالو رسنیو هم پرله پسې خپرولې.د ملالې د ژوند په اړه دوو نړیوالو رسنیزو ادارو مستند فلمونه هم جوړ کړل. په دې فلمونو کې هغې پر تعلیم له لګول شویو بندیزونو سره کلک مخالفت څرګند کړ.پاکستاني ډاکتران وايي، چې د ملالې يوسفزۍ له سر څخه يې ګولۍ په کاميابۍ ايستلې ده، خو څو چې دا په هوش راځي ښايي درې ورځې دوام وکړي. بل خوا د ملالې لپاره پاسپورټ جوړ شوی دی او د دوبۍ او برتانيې وېزې پرې لګېدلې دي. د ملالې د پلار پاسپورټ هم تمديد شوی دی. ډاکترانو تر اوسه هم پرېکړه نه ده کړې، چې دا بهر ته واستوي که نه ، خو د پاکستان ولسمشر اصف زرداري امر کړی چې د پي آی امبولانس دې تيارسی ولاړ وي. خېبر پښتونخوا ـ د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين خبريالانو ته ډاډ ورکړی چې ملاله اوس له خطر څخه وتلې ده. نن د ملالې يوسفزۍ د ښوونځي چوکيدار، د بس ډريور او يو شمېر شکمن کسان نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي. بل خوا د پاکستان خلکو او چارواکو پر ملاله باندې وحشيانه بريد په کلکه غندلی دی. د پاکستان ولسي جرګې نن په ګډه د ملالې يوسفزۍ او نورو ټپي زده کوونکو د روغتيا لپاره دوعا وکړه او بيا يې پر دوی باندې د بريد د غندنې ګډه اعلاميه صادره کړه. د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې پر ملالې بريد يو ډارن عمل ګڼلی دی او ويلي دي چې د ملالې دښمنان غواړي د پاکستان راتلونکی تباه کړي. هغې وويل چې ملالې په پاکستان کې د پوهې ډېوه بله کړې او د دې له تشويق سره په لکونو ماشومانو له تعليم سره مينه پيدا کړې ده. د پاکستان د رېل وې وزير (غلام احمد بلور) ويلي چې پر ملالې بريد کوونکي انسانان نه دي بلکې د انسانيت دښمنان دي. هغه وويل چې ملالې د پاکستان لپاره ډېر لوی خدمت کړی دی او د ناسمو دودونو زنځيرونه يې مات کړي دي. د ده په وينا پر ملالې بريد جهاد نه دی، بلکې دا ترهګري ده.
.