کور / هراړخیز / هر پيغله مو ملاله!

هر پيغله مو ملاله!

د لر او بر پښتون افغان وطن ډیرې ملالې زيږولې دي. زموږ هر پيغله ملاله ده، که هغه په ميوند کې د انګريز ښکيلاک په وړاندې راپورته کيږي او که په سوات کې د پنجابي ښکيلاک په وړاندې غږ پورته کوي.
کله هم چې وطن د بهرنيو ښکيلاکونو له خوا ګواښول شوی نو زموږ پيغلو د وطن دفاع ته مټي رانغښتې دي او ويلي ېې دي چې “که له زلمو نه پوره نه شوې : ګرانه وطنه جينکی به دې ساتينه”.
د ميوند په جګړه چې کله پښتانه زلميان د ماتيدو په حال کې وو نو د ميوند اتلې ملالې پرې نارې کړې چې “که په ميوند کې شهيد نه شوې : ګرانه لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه” او د خپلو وينو په بيه ېې دې ملت ته خپلواکي راوړه.
د سوات ماشومې ملالې د خپلو همزولو لپاره د زده کړو ناره هغه وخت پورته کړه چې سوات د بلا په خولې کې وو، وطن د پنجابي ښکيلاک په غيږ کې پروت وو، له ملالې ښوونځۍ اخيستل شوی وو، زلمو د بلا له ويرې ځانونه پټ کړي وو.
خو ملالې په خپل ټول ځواک ، ميړانې او سرښندنې د بلا پروا ونه کړه او په وړاندې ېې راپورته شوه. د سوات ملالې لا هم د ازادی نارې وهلې، د بلا له شره يي خلک خلاصول خو بلا له دې ماشومې ملالې وويرده، بلا په ماشومې بريد وکړ، بلا ماشومه وداړله خو د ماشومې ملالې زړه لا هم درزيږي.
د سوات د ملالې وينې به غمي کيږي، د ملالې وينې به رنګ رواړي، خپلواکي به راوړي، د سوات ملاله به لکه د ميوند د ملالې په څیر محکوم پښتانه د پنجابي ښکيلاک له جوړې شوې بلا خلاصوي.