دافغانستان په اسلامي جمهوريت کى دپاکستان دلوى سفيراو فوق العاد استازى طارق عزيزالدين له تښتونى اوجارى شوى ويډيو ټيپ سره زموږ هيڅ تعلق او اړيکه نشته دى داټکى دوسله والو بنسټپالو وياند مولوى عمر دباجوړ سيمى په يوه پټ ځاى کښې دخپلو خبرواترو پرمهال په ډاګه کړيدى.
بل خوا – دپاکستان دباندنيو چارو وزارت رسمى وياند محمد صادق ويلى چې دافغانستان داسلامى جمهوريت په پلازمينه کابل کى دپاکستان داسلامى جمهوريت دپخوانى لوى سفير اوفوق العاده استازى طارق عزيزالدين دلټولو لپاره دپاکستان حکومت ټولى وسيلى او ذرايع وکارولى ترڅو اغواشوى سفير ژرترژره پيداکړى. دپاکستان دخارجه وزارت وياند محمدصادق داټکى ديوشخصى ټلويزون له استازى عاصمه چوهدرى سره په خپلو ځانګړوخبرواترو کښې څرګندکړيدى دخارجه دفتر وياند په ډاګه کړه چې دافغانستان لپاره دپاکستان سفير طارق عزيزالدين دتښتولو څخه دژغورلو په خاطر داغواکوونکو پرغوښتنو منلو باندي هيڅ پريکړه نده شوى اودهغه دراخلاصولولپاره دټولو ممکنه لاروچاروجاج اخيستل کيږي.