کور / تازه خبرونه / هلمند : ٧٠٠ کېلوګرامه تارياک ونيول سول

هلمند : ٧٠٠ کېلوګرامه تارياک ونيول سول

د هغو پټو معلوماتوپربنسټ چې له وړاندې د هلمند د خانشين ولسوالى پوليسوترلاسه كړي ول په ترڅ كې يې د يكشنبې په ورځ په نوموړې ولسوالى كې ۶۹۶ كيلوگرامه وچ تارياك چې قاچاق وړونكوله پاكستان سره گډې پولې ته ليږدول نيول شوي دي.
له دې توكوسره دتړاوپه توردوه تنه له دوه عرادې موټرويوه عراده موټرسيكل سره يوځاى نيول شوي اودا مهال ترپلټنولاندې دي.
بل پلوپه همدې ورځ ددې ولايت د گرشك ولسوالى په مربوطاتوكې د ملي اردوسرتيرود هرات كندهارد لويې لارې پرسرد تلاشى پرمهال شاوخوا ۳۰ كيلوگرامه هيرويين اوكرستال له يوتورن كس سره نيول شوي دي.
په همدې اړه د دوشنبې په ورځ د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وويل چې پوليس هيڅ چاته اجازه نه وركوي چې د نيشه يي توكوپه كركيله اويا هم په قاچاق لاس پورې كړي اوددې ناوړه كارعاملين نيسي اود قانون منگولوته يې سپاري.
ده د هلمند له ټولواوسيدونكو وغوښتل چې ددې ناروا اوناوړه بوټي له كركيلې لاس واخلي اوپرځاى يې روا كركيلې ته مخه كړي چې نه يوازې به د دنيا نيكمرغي بلكې د آخرت نيكمرغي به يې هم په برخه وي.