ددعوت ويبپاڼي څخه په مننه
لوړمازديګر وو چي د زنبق څلورلاري سره نږدي د پوهني وزير ښاغلی ملااميرخان متقي خپل د اوسيدو له ځايه په تور رنګه پراډو موټر کي راووت، زه هم د حويلۍ د دروازي سره نږدې له نوروملګرو سره ولاړم وم. متقي صاحب شيشه کشته کړه او ږغ يې وکړ، راوخيږه چي جامعه فاروقيه ته ځو.
لږځنډ وروسته موږ د ډاکټرنجيب په وخت کي په يوه ښايسته جوړه شوي ودانۍ ورننوتلو، د عمومي دروازي پر سر لويه لوحه لګيدلي وه او په غټ ليک په پښتو پري ليکل شوي وو، جامعه فاروقيه.
دننه په ودانۍ کي د سپينو او تورو پاجونو لرونکي طالبان ګرځيدل راګرځيدل چي ډيری يې د جنوب لويديځي حوزي معلوميدل.
دغه ودانۍ چي دخپلمنځي جګړو پرمهال يې ډير لږ زيان ليدلي وو،د پوهني وزير متقي صاحب له خوا څخه نوې ترميم شوې وه، رنګ، د نجاري کارونه، شيشي ، داوبو سيستم او دتشنابونو ترميم يې په اساسي ډول سره شوی وو.
متقي صاحب دنګي او ښايسته ودانۍ ته په هرځل کتلو سره من من غوښه اخستله، ډير خوشاله ښکاريدی، ځکه چي د جامعه فاروقيه د ترميم کارونه بشپړ شوي وو، د هيواد وتلي او نامتو علماء يې ورته راوستلي وو، او طالبانو عملا درسونه پکي ويل.
متقي صاحب د جامعه فاروقيه له پاره ددغه مناسب او په زړه پوري ځای ډير زيات صفتونه وکړل، او پردي خوشاله وو چي دکابل په زړه کي يې د دغي لويې مدرسي له پاره ورته او مناسبه ودانۍ پيدا او د لوړو زده کړو له وزارت څخه يې ترلاسه کړه.
ښاغلي متقي صاحب ماته مخ راواړاوو او ويې ويل چي څنګه! خوښه دي شوه؟ ډير خوندور ځای دی، داجامعه به انشاءلله دهيواد په کچه لويه جامعه وي، په کابل کي خو ښه شو عملا طالبانو درسونه پېل کړل، په کندهار کي به هم انشاءلله چي جامعه عمر ژر فعاله شي.
ښاغلي متقي صاحب د جامعه فاروقيه ذکر څوځله وکی، او په آخرکي يې وويل چي ته څه وايې؟ هيڅ خبره هم پکي نه کوي؟ ما وويل: فکرکوم چي د جامعه فاروقيه پر ترميم به ډيري پيسي لګيدلي وي، او په دغه نيستي حالت کي د پيسو پيداکول هم اسانه کار نه دی.
دمتقي صاحب له خبرو وروسته مي ورته وويل:ددي پرځای چي د علوم اجتماعي (اوسنی د ښووني او روزني پوهنتون)پرودانۍ مو دغه پيسي لګولي ښه به داوه چي د جامعه فاروقيه له پاره مو ځانګړی داسي ځای انتخاب کړی وای چي هغه د پوهنتون اړوند ودانۍ نه وای، داسي ځای وای چي د جامعه فاروقيه پرنوم وای بيا که طالبان وای او که نه نو هغه ځای به د جامعه فاروقيه ملکيت وای.
دغه ځای چي تاسي انتخاب کړی دی،داپه هيڅ ډول سره هم مدرسه نه شي کيدلای، ځکه دا دپوهنتون ودانۍ ده، اوکه دطالبانونظام بدلون مومي نو دغه ودانۍ به بيرته د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په واک کي ورکول کيږي.لنډه دا چي ښاغلي متقي صاحب ته مو وښودله چي په لوحه بدلولو سره علمي ځای بدلون نه شي موندلای.
طالبانو ښه عادتونه درلودل،سالم او پرځای انتقاد يې په پوره حوصله سره زغملای شو. فکرکوم چي په وروستو وختونوکي دپوهني وزارت پردي کار کاوو چي دمدرسو او جامعو له پاره ځانګړي او بېل ځايونه انتخاب او د پوهني وزارت يي پرنومونو شرعي قبالي ترلاسه کړي.
دطالبانو دنظام له منځه تللو سره سم د جامعه فاروقيه لويه لوحه کښته او پرځای يې د (پوهنتون تعليم وتربيه) لوحه ځوړندشوه، چي وروسته دغه لوحه په پښتو ژبه (دښووني او روزني پوهنتون) ته واړول شوه.
تر بل هر حکومت د ښاغلي کرزي په وخت کي زموږعلمي او اکاډميک ځايونه د سياسي معاملو قرباني شول. د ډيرو ښوونځيو نومونه بدل او د جنګسالارانو پرنومونو ونومول شول. ډيری لوی سړکونه او په ځانګړي ډول څلورلاري مو د جنګ سالارانو په نومونو د ښاغلي کرزي د حکومت پر ادارو کي ثبت شول. اوحتی خبره تر دي ورسيدله چي دګاونډيو هيوادونو په جنګي جرمونو ککړو اشخاصو په نوم هم جادي ونومول شوي.
اوس خبره دي حد ته ورسيدله چي د لوړو زده کړو د ځايونو د نومونو بدلول هم پېل شول. که ددغه کار مخه ونه نيول شي نو امکان لري چي يو وخت به د کابل پوهنتون هم دکوم جنګي مجرم په نوم ونومول شي.
موږ د شخص پر نوم د پوهنتون او يا ښوونځي مخالف نه يو،ددي مخالف يو چي پخواني نومونه ليري او پرځای يې نوي نومونه ياد کړل شي. ددي مخالف يو چي عام المنفعه ځايونه او په ځانګړي ډول د علم او پوهي مرکزونه په بدلو نومونو ياد کړل شي.
په کندهار کي ګل آغا شيرزي د خپل پلار شهيد عبداللطيف په نوم او ښاغلي کرزي هم د خپل پلار په نوم ښوونځي جوړ کړل، خو دواړه ښوونځي په نويو ودانيو کي وو، او ځانګړي ځايونه يې ورته جوړ کړل، په لومړيو وختونو کي دغه دواړه ښوونځي دکرايې په ودانيو کي فعال وو.
د ښووني او روزني پوهنتون د چا شخصي ملکيت نه دی، او نه هم دچا شخصي پوهنتون دی، چي وخت پروخت يې نوم بدل شي او د محصلينو له پاره ستونزي جوړي کړي.
موږ ټولو وليدل چي د ښاغلي کرزي د حکومت په موده کي د دعوت او جهاد پوهنتون او د اسلامي پوهنتون فارغان له ستونزو سره له دي امله مخ شول چي په ډيپلوم يې د دعوت او جهاد او اسلامي پوهنتون نوم ليکل شوی وو.
USAID خپلو ټولو اړوندو څانګو ته هدايت کړی وو چي د دعوت اوجهاد پوهنتون ډيپلوم د منلو وړ نه دي، له دي امله چي هغه دجهاد په وخت کی پرانيستل شوي او هلته ددوی په اصطلاح افراطي مجاهدينو زده کړي پکي کولي.
ښاغلی کرزی صاحب او ښاغلی صلاح الدين رباني صاحب! څه فکر کوئ؟ داسي وخت به رانه شي، چي د پروفيسور برهان الدين ربانی په نوم ډيپلوم لرل به د فارغو محصلينو له پاره ستونزه وي؟
موږد استاد په نوم د پوهنتون مخالف نه يو، الله دي وکړي چي صلاح الدين رباني وتوانيږي چي په کندهار او ننګرهار کي هم د استاد په نوم پوهنتون جوړ کړي، خو د شرايطو په پام کي نيولو سره.
زه ددي له پاره چي ښاغلی صلاح الدين رباني دخپل پلار حق اداکړي لاندي وړانديزونه کوم:
لومړی: ښاغلي کرزی چي د استاد ممنون دي او صلاح الدين رباني ورته ګران دي مهرباني دي وکړي، د خپلو وروڼو له ميليارډونو ډالرو څخه دي يو ميليون ډالر په ځانګړي بانکي حساب کي واچوي (داځکه مي د ښاغلي کرزي وروڼه يادکړل چي دی وايې زه خپله شخصي شتمني نه لرم) او د پروفيسور برهان الدين رباني پر نوم دي ښکلي او ښايسته د محسني صاحب قم ته ورته ودانۍ جوړه او د استاد پرنوم دي پر دروازه لويه او غټه لوحه ځوړندکړي.
دوېيم: ښاغلي صلاح الدين رباني ته د پلار ډيرجايداد، ځمکي،کورونه، مارکيټونه او په بحرکي د کشتيو تجارت په ميراث پاتي شو، ددي له پاره چي له مرګه وروسته يې هم دخپل پلار حق اداء کړی وي، مهرباني دي وکړي، ددغو شتمنيو څخه دي يو ميليون ډالر د خپل پلار د روح د خوشالولو له پاره بېل او د استاد په نوم دي ښايسته پوهنتون جوړ کړي.
درېيم: که ښاغلي کرزي او ښاغلي صلاح الدين رباني دواړو ته سخته وي چي له خپلو شتمنيو څخه داستاد په نوم پوهنتون جوړ کړي، بله لاره داده چي هسي هم د سولي عالي شوری ته بي حسابه او بي شميره ډالر راځي، داسي لکه د روسانو په وخت کي چي له شوروي اتحاد څخه زموږ هيواد ته په لويو پايپونو کي تيل او ګاز راتلل، اوسمهال دسولي عالي شوری ته ورته بي حسابه ډالر را روان دي، ددي پرځای چي دغه ډالر شخصي جیبونو ته ولويږي، اختلاس او فساد پکي وشي، ښه داده چي پوهنتون او ښوونځي پري جوړ شي.
صلاح الدين رباني دي وړانديزوکړي او ښاغلی کرزی صاحب دې د اجراء امر ورکړي، دسولي عالي شوری له بوديجي څخه دي يو ميليون ډالر بېل او د استاد پرنوم پوهنتون دي پري جوړ شي.
له دي پاني دنيا څخه تللي استادپه ژوندکي هوسا ورځي ونه ليدلي، ټول وخت يې په ستونزو او تکليفونو کي تيرکړی، لومړی يې دجهاد په وخت کي ستونزي وګاللي، وروسته يې په کورنۍ جګړه کي هيڅ وخت د ارام څاه وانه خيستله،کله له ښاغلي حکمتيارصاحب، کله له دوستم اوکله به له استاد مزاري او محقق سره په جګړو بوخت وو.
دامریکاپه راتګ کي يې هم ګټه ونه کړه، اوتل به يې د ستونزو او له ژوندڅخه شکايت کاوو، اوس چي هغه په تورو خاورو کي په ځمکه کي لاندي پروت دی، لاهم ارام نه شو، هغه به اوس هم د محصلينو او يو لوي پټه خوله افغان ولس احتجاجونه او ناخوښۍ کړوي. ددي له پاره چي ښاغلی صلاح الدين رباني دغي ستونزي ته د پای ټکی کيږدي، ښه داده چي د خپل ټول واک او قدرت لرلو سره سره د ښووني او روزني پوهنتون دنوم دبدلولو څخه تېر او دخپل پلار روح ارام ته پريږدي.
د سولي دعالي شوری د رئيس په توګه له واک څخه د دغه ډول ګټي اخستلو او دغه ډول کړني به بي له شکه چي د سولي پرمخ کي د پرتو خنډونو شمير نور هم زيات او په هيواد کي به ريښتوني سولي ته زيان ورسوي.
موږبه خوښ يوکه ښاغلی صلاح الدين رباني د خپل پلار د پاتي شوي جايداد، ميراث او شتمني څخه د پروفيسور برهان الدین رباني په نوم پوهنتون په کابل،مزار، بدخشان، هرات، پکتيا، ننګرهار او کندهار کي جوړ کړي، ترڅو زموږځوانان هلته پکي لوړي زده کړي وکړي. او زما پر آندچي دغه ميړنی ولس دومره حق پر استاد لري.
دا ډول له ښاغلي کرزي صاحب نه هم افغان ولس هیله لري چي په فساداو اختلاس کي د يوې ځانګړي ډلي جيبونوته د ډالرو پر وليدلو به دا ډيره ښه وي چي په دغو پيسو پوهنتونونه او علمي مرکزونه له پوهي او روزني څخه په محرومو ولايتونوکي جوړ شي ترڅو زموږ بيچاره ولس پکي زده کړي وکړې.