کور / تازه خبرونه / دنړي د(۱۵۱)خو شاله هیوادونو په ډله کي افغانستان هم شامل دی .

دنړي د(۱۵۱)خو شاله هیوادونو په ډله کي افغانستان هم شامل دی .

په لندن کې یوې غیر دولتي ادارې (نیواکنامیکس فاونډیشن ) پدې اړه یوه سروې ترسره کړې اود( ۱۵۱ )خوښواوخو شاله هیوادونولیست یې خپورکړی دی .په دغه لیست کي افغانستان هم دخوشاله هیوادونو په ډله کي راغلې دی.
سره له دې چې له تیروڅلویښتوکلونو را هیسې په افغانستان کې هره ورځ جنګ اوجګړه ،وژنې، ویر اوماتم وي خو بیاهم افغانستان دخوشحاله هیوادونو په کتارکې له دوه څلویښت هیوادونو څخه مخکې دی .
نن سبا چې دنړۍ دپرمختللوهیوادونو په پرتله په افغانستان کې دژوندبیلابیلې اسانتیاوي وجود نه لري مګربیا هم ددې هیواد خلک د( ۱۵۱)خوشحاله ملتونو په منځ کې (۱۰۹ ) درجه خوشحاله خلک پېژندل شويدي .پدغه لیست کې د ژوند له کموامکاناتوڅخه ډیرګټه اخیستونکوخلکو په منځ کې افغانستان دکتار په لومړي سرکې راځي او ددې هیواد خلک دستونزواو کړاونو په وړاندې باهمته پیژندل شويدي .
امریکا چې دپرمختللې ټیکنالوجې اوقوي اقتصاد په درلودلوسره په ټوله نړۍ کي ځان لوړګڼې، خو اوسیدونکې یې ایله (۱۰۵ ) درجه خوشحاله خلک پیژندل شويدي ، ددې ترڅنګ برتانیا په یوڅلویښتم ،چین په شپیتم او هندوستان په ۳۲ نمبرکې راځي .
ددغه لیست په سرکې د منځنۍ امریکا کوچنی هیواد (کوستاریکا) راځي چې خلک یې دنړۍ تر ټولو خوشحاله پیژندل شويدي .د نه منلواوحیرانتیا خبره خولاداده چې ددغه لیست دوهم خوشحاله هیواد ( جنګ ځپلې ) ویتنام او دریم خوشاله هیوادکولمبیا ټاکل شوې دی.
د خوښوهیوادونو پدغه لیست کې ترټولوخپه او غمچن هیوادافریقايي بوټسوانایاده شویده،چې خلک یې له خپل راتلونکې څخه ډیر ناهیلې معلومیږي .