دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دکرکټ دولس اورېزې سيالۍ ديادې ولسوالۍ دمرکزي لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې .
دغه سيالۍ چې په کامې ولسوالۍ کې داته لوبډلوترمنځ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې په پاى لوبه کې دکامې مرکزې لوبډلې دګوشتې لوبډلې ته په اوه ويشت منډوماتې ورکولوسره ددغه سياليواتلولي خپله کړه .
په دغه پاى لوبه کې دکامې ولسوالۍ مرکزي لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه او ګوشتې ولسوالۍ لوبډلې ته يې يوسلو ديارلس منډې هدف وټآکه .
په ځوآب کې دګوشتي ولسوالۍ لوبډلې دټولولوبغاړوپه سوزېدوسره شپږاتيا منډې جوړې کړې او په اوه ويشت منډو يې له کامې ولسوالۍ مرکزي لوبډلې څخه ماتې ومنله .
کامې ولسوالۍ په دې بريا سره وکولاى شول چې داتولوبډلوترمنځ دکرکټ دولس اورېزوسياليواتلولي خپله کړي .