د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون نوم د فقید برهان الدین رباني په نامه باندي د حامد کرزي د بدلولو فرمان ځکه له فتنې او شره ډک دی چي په افغاني ټولنه کي جهادي مشران تل متنازع، جنجالي، او د ۱۹۹۰ په سکتوري او داخلي جنګونو کي تر بل هر چا زیات ګرم او دخیل ګڼل کېږي.
هر جهادي مشر په خپل وار د هېواد په مختلفو سیمو کي قتلونه او ورانۍ کړي دي. د «شر او فساد» په پېر کي، جهادي ليډرانو هر یوه جلا جلا د هېواد د دولتي، اقتصادي، او کلتوري زیربناوو او مسلکي کدرونو په ویجاړولو او ځپلو کي پوره برخه لرله. د کابل ښار د ښاغلي رباني په دوران کي – ۱۹۹۲-۱۹۹۶ – د بربنډ او تاریخي ظلم او شرارت لاندي وو. که څه هم پخپله رباني صاحب فطرتا ظالم او دیکتاتور نه وو، خو قومندانانو يې د کابل په لوټ او تالان کي تر بل هر چا ډېر مسولیت درلورد. د جهادي مشرانو او قومندانانو په مورد کي هر بېطرف او مستقل ناظر دې منقطي نتیجې ته رسېږي چي د هغوی په ارتباط د تاریخ قضاوت منفي او له عبرته ډک دی.
بلخوا، د امریکا او ناټو قواوو د وتلو په جریان کي دولتي موسسات او ودانۍ په جهادي مشرانو پسې نومول یو شر اچونکی عمل ځکه دی چي عام افغانان جهادي ليډران د سولي، وحدت، او ثبات استازي نه بلکي د کمونسټانو را وروسته د یو بل خطرناکه سیاسي زوال مخکښان ګڼي. د ارګ دا فرمان ځکه له فساده ډک دی چي روان قومي تعصبونه او احساسات لا غښتلي کوي. د هېواد سیاسي وضع لا مغشوشه کوي، او فرقوي ناندرې لا زیاتوي.
بل پلو، د ارګ وروستي مصلحتونه او سازشونه زیاتره قومي او سمتي رنګ او خوند لري. که څه هم حامد کرزي له ۶۰ مینټس سره پخپله وروستۍ مرکې کي په هېواد کي له زیاتېدونکي قومي تاوتریخوالي له موجودیت څخه چورلټ انکار کوي، خو د افغاني جامعې عیني واقعیتونه د هغه فکر او تحلیل کاملا غلط، اوم، او غولونکی ثابتوي. د افغان کشالې یو متخاصم طرف ته د ارګ کرنش ښيي.
په سیاسي او ستراتیژیک لحاظ، د کابل ادارې یوه اساسي اشتباه دا ده چي د خپل پیداېښت له لومړۍ شېبې راهیسي د جهادي مشرانو او قومندانانو په منګلو کي راګیر سوی دی. همدا وجه ده چي د کابل حکومت او افغان ولس تر مینځ بدګوماني او فاصله ورځ تر بلي ډېرېږي. څکه عام ولس د هغوی د نویو ماسکونو تر شا هغه پخواني جمعیتي، حزبي، شورا نظار، وحدتي، او د اتحاد وارلاډان او قومندانان ویني چي د طالبانو له ډار او هیبته په کولاب، مشهد، کوټه، او پېښور کي خپ ناست ول، او هلته په نامشروع بزنس، جاسوسي، او پارټ ټایم «مقاومت» باندي لګیاول.
خو له ۲۰۰۱ راهیسي د امریکا د وارداتي ډیموکراسۍ له برکته د اوسني حکومت اکثره وزیران، عالي رتبه مامورین، سفیران، او والیان یا جهادي مشران، یا قومندانان، او یا د هغوی چوکره ګان دي. د هېواد په ګوټ ګوټ کي، همدا مشران د ناټو او امریکا له مامورینو سره په اول کتار کي څنګ پر څنګ ناست وي، او د یو بل په غوږونو کي د مرستي، همکارۍ، او اخوت پوس پوس کوي.
ددې تر څنګ، که چیري پر يوې دولتي ودانۍ او موسسې باندي د یوه مشخص جهادي مشر نوم کښېښودل سي، نور جهادي مشران به مخامخا دېته وهڅوي چي د ځان لپاره کوم پوهنتون او یا هوايي میدان وغواړي. که چیري دا مسابقه چلانه سي بیا به د هېواد هر غر او سمه، ښار او کلی، پوهنتون او مرستون د ۷ پېښوري جهادي ليډرانو، د ۸ مشهدي شیعه رهبرانو، او څو درزنو قومندانانو په اسماوو ونومول سي.
د ارګ ددغي فتنې په مقابل کي د معترضو محصلینو دریځ او اقدام د قدر ،احترام، او ملاتړ وړ دی. معترضو محلصینو په خپل سوله ایز اعتراض وښوده چي افغان محصل د یوه جوړونکی مخالفت او اعتراض د انسجامولو جوګه دی. د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلینو دا هم ښوده چي که افغان محصل او منور لاسونه سره ورکړي، پر خپل مټ ویسا ولري، مبتکر او ځان بسیا وي،او خپل هدف پخپله وټاکي، بیا نو په ریس جمهور باندي هم اقرار کولای سي چي «دا زما یوه لویه تېروتنه وه.» جمهورریس په ارګ کي محصلینو ته ویلي ول چي هغه فکر نه کاوه چي دا فرمان به دونه غوغا جوړه کړي! خو هغه په ټېنګار کړي وو چي د فرمان د لغو کولو توان نه لري.
د کابل د تعلیم او تربيې پوهنتون د محصلینو عمل او اعتراض ځکه مهم او ارزښتناکه دی چي د کرزي حکومت نه یوازي د وسوال مخالفت او بهرني حامیانو له نه بدلېدونکي وتلو سره مخامخ دی، بلکي په مدني ټولنه کي هم د مهمو اقشارو، صنفي او مسلکي ډلو په مینځ کي بې یاره او رټل سوی دی. دغه راز، ددې امکان سته چي د وخت په تېرېدو سره مدني ټولني د محصلینو له اقدام څخه الهام واخلي او دحامد کرزي په حکومت کي د پراخ رشوت، اختلاس، او سیاسي زوال پر خلاف ورته شان عمل وکړي.
په پای کي، د نړۍ په هر ملک کي د پخواني ریس جمهورانو ، تاریخي او اجتماعي مشرانو په نامه ځایونه نومول کېږي، مګر په نورو هېوادونو کي حکومت یا مدني موسسې یو نوی ځای جوړ کړي، بیا يې د خپلي خوښي کس ته وقف کړي. زما وړاندیز دا دی چي ارګ دي یو نوی پوهنتون، هوايي میدان، مکتب، کتابتون، یا روغتون جوړ کړي، او بیا دي د خپل شوق او ذوق سره سم ونوموي. خو په زړو او پوخو نومونو او د نورو په مټ جوړ سوي ځایونو دي کار نه لري، کنې تل به د نن ورځي په شان پړ او محاصره وي.
والسلام